The news is by your side.

زابل کې ١٥٠ خیالي پولیس د پوځ له لیکو لېرې شول

خبریال وېب پاڼه/ د زابل امنیتي مسؤولین په دې ولایت کې د پوځ په لیکو کې د ١٥٠ خیالي پولیسو د لېرې کولو خبر داری ورکوي.

مسؤولین وایي، د زابل ولایت د پولیسو په لیکو کې د اصلاح راوستو په پار د کابل کندهار لویې لارې او ښار په امنیت کې یې هم بدلونونه راوستي دي.

خو د زابل ولایتي شورا او اوسېدونکي امنیتي مسؤولین په زابل ولایت کې د امنیت په راوستو کې پاتې بولي او په یاد ولایت کې د نا امنیو پر زیاتېدو اندېښمن دي.

د پوځ په لیکو کې د فساد په تړاو د راپورونو د زیاتېدو په لړ کې د زابل د پولیسو مشر وایي، په دې ولایت کې یې څه باندې ٤٠٠ خیالي پولیسو نومونه لېرې کړي، چې معاشونه یې د نورو خلکو جېبونو ته تلل.

د زابل امنیه قومندان هم وایي، چې د دې ولایت د پولیسو له لیکو یې ٣٥٠ داسې پولیس لېرې کړي چې هېڅ حضوري شتون یې نه درلود او په نوم یې معاشونه اخیستل کېدل.

د زابل امنیتي مسؤولین داسې مهال د خیالي پولیسو د لېرې کولو خبره کوي، چې په دې ولایت کې امنیتي وضعیت ورځې تر بلې ترینګلی کیږي او د خیالي پولیسو په نومونو معاشونه اخیستل کیږي، خو امنیتي مسؤولین یې پر وړاندې د جدیت خبره کوي. خو ولس یې له کارونو هېڅ راضي نه برېښي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.