The news is by your side.

ننګرهار کې د لیمو ګانو ١٥ جریبه بڼونه جوړ شوي دي

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ د زنځیري ارزښت د ودې سکټور پروژې له لوري په ننګرهار ولایت کې په ١٥ جریبه څمکو د لیمو ګانو نوي بڼونه جوړ شوي دي.

د یادې پروژې مسؤولین وایي، چې په دغو بڼونو کې ټول ټال ١٠١٠٠ د لیمو ګانو بوټي کېنول شوي دي او ټول لګښت ی ١,٣ میلیون افغانۍ دی.

د دغو بڼونو لګښت د اسیا پراختیایي بانک له لوري ورکول شوې او له دې بڼونو به ٣٥٠ ټنه ګټه پورته شي.

د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د زنځیري ارزښت د ودې سکټور پروژې چارواکي وایي، په ننګرهار، کونړ، لغمان او خوست ولایتونو کې هم د سټروسو بڼونه جوړوي.

د کرنې وزارت په پام کې لري، چې د هېواد په کچه د داسې بوټو بڼونه جوړ کړي چې په لنډه موده کې مېوه نیسي، ښه کمیت او کیفیت ولري، چې د بڼوالۍ محصولات ډېر شي او بڼوالو عواید زیات شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ختیځو(ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان) ولایتونو اقلیم، اوبه، هوا او خاوره د سټروسو کورنۍ، یا لیمو، مالټې، سنترې، نارنج او نورو بوټو د کښت او حاصل لپاره مناسبه ده.

د ننګرهار په زیات شمېر سیمو او ولسوالیو کې د سټروسو بڼونه شته، په ځانګړې توګه د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ د مالټو بڼونه چې هر کال د ژمي زرګونه ټنه حاصلات لري او بهر ته هم صادریږي.

د سټروسو نور بڼونه د ننګرهار د کامې، ګوشتې، کوټ، رودات، غني خېلو، خوګیاڼو، سره رود، دره نور، مومندرې ولسوالیو او مرکز جلال اباد کې شته.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.