The news is by your side.

ملي امنیت کابل کې د هدفي وژنو ١٥ کسیزه ډله نیولې

خبریال وېب پاڼه/ ملي امنیت کابل کې د ترهګرو ١٥ کسزه شبکه نیولې، چې په هدفي وژنو، ترور، او غلاوو کې یې لاس درلود.

د ملي امنیت ریاست په خبر پاڼه کې ویل شوي، چې یادې ډلې کابل کې د سیاسي او مخکښو څېرو د قتل دنده پر غاړه درلوده او د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې نیولي دي.

په ورته مهال د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، په هدفي وژنو کې طالبان لاس لري.

یاد وزارت ویلي، د هدفي وژنو یو سل کسیزه ډله د طالبانو په دستور د هېواد په یو شمېر ښارونو کې پر هدفي وژنو لاس په کار شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت څو ورځې وړاندې د یادې ډلې ١٧ کسان نیول وو او پر یادې موضوع یې اعتراف کړی.

خو طالبانو تر دې دمه د یادې موضوع په تړاو څه نه دي ویلي.

په ورته مهال په پلازمېنه کابل او یو شمېر ښارونو کې د هدفي وژنو د زیاتوالي سره د یاد وزارت ویاند د طلوع نیوز رسنۍ سره په یوه خبري خپرونه کې هم یادوونه کړې، چې د هدفي وژنو ډله د طالبانو له لوري ګومارل شوې.

نوموړي طلوع نیوز خصوصي رسنۍ ته ویلي وو، چې د هدفي وژنو له ډلې ١٧ هغه کسان چې د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي، په نظارت خونه کې دي او زموږ تر څار لاندې دي، یادو کسانو خپله اعتراف وکړو، چې سل کسیزه ترهګره ډله ده او د طالبانو له لوري د هدفي وژنو مسؤولیت ورکړل شوی.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت شمېرې ښيي، چې تېرو دوو اوونیو کې څه باندې ١٠٠ د سړک غاړې او چسپکي ماین چاودنې شوي، چې ٧٠ تنه ملکي وګړي په کې شهیدان شوي او ١٤٠ ټپیان شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.