امریکا افغانستان کې خپلې پوځي هډي ورانوي
خبریال وېب پاڼه/ نیویار ټایمز راپور خپور کړی، چې امریکا په کندهار کې د خپلې لوی پوځي هډې ورانول پیل کړي.
د نیویارک ټایمز راپور زیاتوي، چې امریکا د کندهار هوایي ډګر په نوم د یوې لوی پوځي هډې د ورانوالو چارې پیل کړي.
دغه پوځي هډه د امریکا له لوري په ٢٠١٣ کال کې هم ځینې برخې ورانې شوې وې، په داسې حال کې چې امریکا افغانستان کې زیاتې مودې پاتې کېدلو ته تایبا نه لرله.
د امریکا او طالبانو ترمنځ په دوحه کې د سولې له هوکړې وروسته راپورونه ورکول ړیږي، چې امریکا په افغانستان کې خپلې پوځي هډې ورانوي.
تر دې وړاندې امریکا په افغانستان کې څه باندې اووه هډې تخلیه کړي او افغان ځواکونو ته یې سپارلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي چې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو وړاندې له افغانستان خپل ټول ځواکونه وباسي، هغه اقدام دی چې د ټرمپ ټاکنیز سیالان یې ټاکنیز کمپاین او نمایشي بولي.
د سولې خبرو ته د حاضرېدو لپاره د طالبانو یو اساسي شرط د امریکایي ځواکونو وتل وو، چې له امریکا سره یې د فبروري پر ٢٩مه نېټه د سولې د هوکړې د لاسلیک پر اساس امریکا باید په ١٤ میاشتو کې په بشپړه توګه خپل ځواکونه له افغانستان وباسي.
قطر پلازمېنه دوحه کې د طالبانو سره د امریکا د سولې له هوکړې وروسته زرګونه امریکایي ځواکونه له افغانستان وتلي او هډې یې افغان ځواکونو ته سپارلي دي. او د امریکایي ځواکونو د وتلو پروسه به همداسې دوام ولري.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.