The news is by your side.

د غزني پخوانی والي له دندي ګوښه او پر ځای يې نوی والي ټاکل شوی

خبريال ويبپاڼه/ د سیمه ایزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له خوا په يوه خپره کړي خبرپاڼه کې ويل شوي د ولسمشر محمد اشرف غني د ۱۷۵۳ ګڼې فرمان له مخي برید جنرال سید عمر د وحیدالله کلیمزي پر ځای د غزنی د نوي والي په توګه وټاکل شو.

بايد وويل شي چې د غزني نوی والي برید جنرال سید عمر په داسي حال کې د وحيدالله کلميزي پر ځای ټاکل کيږي چې له ډيره وخته راهسي څو ځله غزني ميشتو د وحيدالله کلمزي په ضد لاريونونه وکړل او له ولسمشر څخه غوښتنه وکړه چې د غزني والي او امنيه قوماندان دواړه بې کيفايته او د غزني په روانه نا امني کې لاس لري.

هيره دې نه وي چې د غزني د والي د بدلون خبر د تيرې جمعي په ورځ په ولسي جرګي کې د پکتيکا د خلکو استازي نادر خان کټوازي ورکړی وو.
هغ پر خپله فسبوک پاڼه ليکلې وو چې سر له شنبې به په غزني کې ژور بدلونونه راشي.

ښاغلي کټوازي په خپله قسبوک پاڼه دا هم ليکلي وو چې ((همدا اوس له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه راووتم، د شهید غورځنګ په اړه مې د خلکو شکایتونه او غوصه په کلک ‌‌‌‌‌‌ډول ولسمشر ته یاده کړه.
ولسمشر ټينګه وعده وکړه، چې د شنبې په ورځ به په غزنې کې ژوربدلون راولم.
وعده ېې وکړه چې موضوع به په جدې ‌‌‌‌‌‌ډول تعقیب او هم به شهید غورځنګ ته فوق العاده ترفیع ورکړم))

د يادولو وړ ده چې د غزني امنيت بيخي خراب شوی د ښار څنډو ته جکړه را رسيدلي ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.