د کيرکټ له ډګره بيا تر شهادته دنجيت ترکي په اړه لنډ معلومات

خبريال ويبپاڼه /په دغه راپور کې مو د ارواښاد نجيب ترکي په اړه او دهغه د کرکيټ د ژوند څخه نيولي بيا تر شهادت پوري لڼډ معلومات راټول کړي دي.

اورښاد نجيب ترکی په ۱۹۹۱ زيديز کال د فبروري په ۲ نيټه دې نړۍ ته سترګي وغړولې.
نجيب ترکی په لومړي ځل په ۲۰۱۱ په رسمي بڼه په پاکستان کې په هغه ټورنميټ کې برخه واخيستله چې د فيصل بانګ له خوا په کراچي ښار جوړ شوی وو.
نجيب ترکي د افغان چيتا په نامه لوبډلې کې د ۳۴ لوړ ايورج په تر لاسه کولو سره غوره لوبې وکړئ.
په کورني کرکيټ نجيب ترکي په ۲۰۱۸ کال کې د سپين غر بازانو لپاره تر ټولو زياتې ۷۱۹ منډي په لسو لوبو کې وکړې.
چې په ۲۰۱۹ کال کې بيا هم نجيب ترکي په کورني کرکيټ کې تر ټولو زياتي په ۵ لوبو کې ۶۷۰ منډي وکړي چې په دغه منډو کې ۴ سليزي هم شاملي وې.

نړيوال کيرکټ

نجيب ترکي لومړۍ نړيواله يوه ورځنۍ لوبه د ارلنډ خلاف په ۲۰۱۷ کې د مارچ په ۲۳ نیټه تر سره کړه.
او شل اوريزه لوبه يې د بندګلديش خلاف په ۲۰۱۴ کال کې د بنګلديش خلاف تر سره کړه.
بايد وويل شي چې د نجيب وروستۍ نړيواله لوبه هم د بنګلديش خلاف وو چې په ۲۰۱۹ کال کې تر سره شوه.
هيره دي نه وي چې ارواښاد نجيب ترکی له ډيرو غوره توپ وهوونکو څخه وو خو د کرکيټ بورډ ادارې د دوه کوني چلند له امله ډيری وخت هغه په کور کينول شوی وو.

د يادولو وړ ده چې د افغانستان د کرکيټ وتلی ستوری نجيب ترکی نن په يوه ترافيکي پيښه کې له سخت ټکر څخه وروسته چې څو ورځي د کوما حالت کې وو په يوه روغتون کې سا ورکړه.

بايد وويل شي چې د افغان کرکيټ وتلي ستوري نحيب ترکي د تيرې جمعۍ په ورځ په يوه ترافيکي پيښه کې ټکر وکړ ‍، د ټکر له امله سخت ټپي شو چې د خپلو ټپونو له امله يې سا ورکړه.

روح يې ښاد او په ګور يې نور شه.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More