The news is by your side.

قومي مشران:که حکومت يې ساتنه نشي کولای خپله به وسلې واخلې

خبريال ويبپاڼه /د ختیځ ننګرهار ولایت د غني خیلو ولسوالۍ قومي مشرانو لاریون وکړ او حکومت ته یې خبرداری ورکړ چې که په ولسوالۍ کې امنیت ښه نه شو نو دوی به خپله وسلې ته لاس کړي او د ځان د امنيت لپاره ګوټلي ګامونه پورته کړي.
قومي مشران تور پوري کړ چې د ولسوالۍ امنيتي چارواکي په قاچاق او ورانکارۍ کې لاس لري.

دا د ننګرهار د غني خیلو ولسوالۍ قومي مشران او د تورخم – جلال اباد په لویه لاره د مارکو بازار سوداګر دي چې د لاریون لپاره ولایتي شورا ته راغلي دي. دوی وايي هدفي وژنې ، لوټمارۍ او ډيري ځورونې تر سره شوي دي.
په مارکو بازار کې د پیسو د بدلولو( صرافانو) مشر وايي چې په مارکو بازار کې هره ورځ ځينې غله د دولتي یونیفورم او نومونو په کارولو سره طرافان لوټي او شکوي.

قومي مشران وايي چې د غني خېلو ولسوالۍ له شپږو میاشتو راهیسې د پولیسو امنيه قومندان نه لري او په ولسږالۍ کې د امنيت چاري ټیټ پوړي پوليس افسران فعالیت کوي. دوی وايي په ولسوالۍ کې ځینې خلک په رشوت او بډو کې دخیل دي او ولسوال یې بې کفایته دی. دوی خبرداری ورکړ چې که د حکومت بې پروايي همداسې دوام وکړي ، نو وسلې به پورته کړي.

خو بل پلو بيا د ننگرهار د والي ویاند ، عطاالله تایید کړه چې په شینوارو کې ناامني زیاته شوې ده. هغه وویل چې د سولې د خبرو له پیل راهیسې ، طالبان په مختلف ډولونو خپل تاوتریخوالی ته زور ورکړی ترڅو په حکومت فشار راوړي.

بايد وويل شي چې د غني خيلو قومي مشران له هغه وروسته لاريون کوي او حکومت ته ګواښ کوي چې د تيرې شنبې په ورځ ددې ولسوالۍ د غني خيلو په ولسوالۍ درنه چاودنه وکړه. چې تر ۵۰ زيات کسان پکې شهيد او ژوبل شول.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.