The news is by your side.

ډير جالب مطلب: څنګه کولای خپل روح په خپلو سترګو ووينو

خبريال ويبپاڼه /تر ټولو مخکي بايد په دې اړه وضاحت ورکړو چې روح يو داسي عادي کوم شی نه دی چې درک شي، يا وليدل او لمس کړای شي. خو په دغه تمرين سره کولای شو د خپل روح په کيفيت پو شو ، پر دې پو شو چې څنګه زموږ روح زموږ له بدن څخه څنګه وځي. او کله چې مو له بدن څخه روح ووځي هغه مهال څه ډول احساس کوو.

که څه هم په ټوله نړۍ کې تر اوسه هيڅوک پر دې نه دی توانيدلي چې روح څه شی؟ او څه ډول زموږ په بدن کې فعاليت کړي ، او څه ډول مو له بدن څخه وځي.

خو که غواړئ په نسبي ډول د خپل روح په کيفيت او له بدن څخه د وتلو په ډول پو شئ دغه تمرين څو، څو ځله اجرا کړئ. يوه اړینه يادونه بايد وشي چې ښايد ددې تمرين په مرسطه ډير ژر پو او له څو مياشتو مسلسل تمرين وروسته پو شئ.

هيره دې نه وي چې دا تمرين ما په خپله ددې پښتو ليکنې ليکوال هم تر سره کړی او پر دې پو شوی يم چې څنګه مې له بدن څخه روح وځې.

د تمرين پيل
لومړی بايد د ځان لپاره داسي ځای انتخاب کړئ چې هيڅ غږ او شور نه وي داسي ځای چې تياره وي يوه ارامه کوټه وي. خپل تليفون ، تلويزون او هر هغه څه چې د ستاسو د حواسود پرت او ګډوډولو باعث کيږي له ځان څخه لري او خاموش کړئ.
خپل شاه خوا خلک ملګري ، ميرمن او هفه څوک چې در سره اوسي د خپل دغه تمرين په اړه خبر ورکړئ ورته توضيحات ورکړي چې تاسي څه ډول تمرين تر سره کوئ.

د تمرين ځای بايد په مکمل ډول تياره وي هيڅ لامف او څراغ ونه وسي او که څوک له ډيري تيازي څخه ويره لري بايد يو وړوکی لامف ځانته ولګوي خو په هغه صورت کې چې د لامف رڼا يې په سترګو برابره نه وي.

د تمرين له پيل مخکي خپل ساعت ،ګوتمۍ ، لاکيټ او هر هغه څه چې ستاسو له بدن سره د لګيدو په صورت کې تاسو بيداروي له ځان څخه يې لري کړئ.

د کوټي يا هغه ځای چې موږ دا تمرين پکي تر سره کوو باپد هوا يې نه ډيره يخه او ته ګرمه وي ځکه ډيره يخه وي زموږ احساسات پاسل کيږي او موږ نشو کولای خپل فکري تمرکز ولرو. نو ددې لپاره چې خپل ټول افکار مو منسجم او راټول کړي بايد په داسي ځای کې تمرين تر سره کړو چې هوا يې ملايمه وي.

بايد تمرين له پيله تر پايه داسي يو موزيک چې ځانګړي فريکونسي ولري پلي کړئ.
چې موږ به ددې موزيک لينګ درته ددې ليکنې په مينځ کې واچوه.

د ملاستي او پريوتا ډول مو ستوني ستاغ وټاکئ لاسونه مو د بدن سره په ليږه فاصله کې وغزوئ ، راز وغزيږئ ، پښې او ټول بدن مو بايد په نيغ اوږد حالت کې وي.

د بدن د ارامتيا مرحله

په دغه مرحله کې د بدن ټول غړي تر نظر تير کړئ هر غړي په جلا ، جلا ډول په خپل ذهين کې را ولئ امز پري وکړئ او ورته وواې چې ارام شي.دا تاسو شايد ډير عجيبه وي خو ډاډه اوسئ چې اعصاب مو دا خبر په زښتني بڼه همغه غړي ته رسوي.

دوهمه مرحله د بدن يو ،یو غړی په ناڅاپي ډول په ذهن کې ونسئ مثلا زمو د پښو تلي په نظر کې ونيسو له سم دلاسه سر ته ولاړ شو يا بل او بل ډول.

د ذهن رامتيا
له بدن څخه وروسته مو بله برخه ذهن دی چې بايد ارام وي ، د ذهن د ارام تيا لار داده چې په لومړي سر کې هغه ټول افکار چې په ذهن کې مو راګرځي په خلاص مټ هغو ته اجازه ورکړ چې يا په ذهن ته ننوزي او يا مو له ذهن څخه ووزي.

دريمه برخه د تمرين پيل

دا هغه برخه ده چې موږ کولای شو په دغه برخه کې د خپل روح په کيفيت پو شو.
په دغه برخه کې بايد د بدن هره عضله او برخه په جلا ، جلا ډول په خپل ذهن کې مجسم کړو او داسي فکر وکړ چې همدا اوس مو چې کوم غړی خو ذهن کې وي سا ترې وزي.

خپل ځانته داسي تلقين او روحيه ورکړئ چې دا ده اوس مو روح له بدن څخه وځي او تاسو فزيکي بدن پريږدې.
تمرين داسي پيل کړي لومړي د بدن له ورستۍ نقطې پيل کړي.
د پښيې د لويې ګوټي نوک ، لومړی بند ، دوهم بند همداسي هره ګوته او د هر غړي يو ه، يوه بند نوم به ځان سره اخيستل.

تاسو باور وکړئ که مو بدن ارام او کوم شور غږ نه وو تاسي بع داسي کيفيت ووينئ چې حک حيران به شئ داسي کيفيت به وويني خپل بدن مو لاندي او تاسو لع پورته را ګورئ.

شايد تاسو وډار شئ ،جالب او بيلابيل ډول شيان. وونيې خو بايد ونه ډار شي ځکه دا هر څه چې تاسو.وينئ تاسو ته ضرر نه رسوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance