The news is by your side.

مودي: هغه سوله چې افغانانو ته د منلو وي؛ هند ته د منلو ده

خبریال وېب پاڼه/ هند د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا ډاکټر عبدالله عبدالله د سفر په ترڅ کې د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي سره نن له غرمې مخکې په لیدنه کې د افغان سولې په اړه بحث کړی.

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي ډاکټر عبدالله ته ویلي، هغه سوله چې افغانانو ته د منلو ده، هند ته هم ده او هند افغانستان کې د تل پاتې سولې او ثبات کلک ملاتړ کوي.

مودي له عبدالله عبدالله سره لیدنه کې افغانستان سره پر مرستو او همکاریو ټینګار کړی.

د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله هم د هند لومړي وزیر سره لیدنه کې د یاد هېواد له مرستو او همکاریو مننه او درناوی وکړ او د افغان سولې لپاره یې ترې د کلک ملاتړ غوښتنه وکړه.

ډاکټر عبدالله عبدالله نوي ډهلي ته د سفر په ترڅ کې پرون د هند د ملي امنیت سلاکار اجېت دووال سره ولیدل او ښاغلي اجیت وویل چې هند د یو خپلواک، ډیموکراتیک، سوله اییز، با ثباته او پر ځان بسیا افغانستان ملاتړ کوي.

د افغانستان د ملي روغې جوړې شورا د ویاند ویلي، چې ډاکټر عبدالله عبدالله به نورو ګاونډیو هېوادونو، ایران چین، تاجکستان او ازبکستان ته هم د یادو هېوادونو د حکومتونو په رسمي بلنه سفرونه ولري او موخه یې د افغان سولې لپاره د ګاونډیو او سیمې هېوادونو د ملاتړ را جلبول دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.