The news is by your side.

ټرمپ: تر ۲ مياشتو پوري له افغانستان څخه ټول سرتيري را وباسو

خبريال ويبپاڼه /د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې هغه به تر راتلونکي کرسمس پوري له افغانستان څخه ټول سرتیري وباسي.
ډونلډ ټرمپ په خپلو وروستي ټویټونو کې له افغانستان څخه د سرتیرو په وتلو تازه ټويټونه کړي دي.
ټرمپ یوځل بیا ټینګار وکړ چې متحده ایالات باید د تر راتلونکي کرسمس پوري له په افغانستان څخه هغه کوچني ډله چې ده يې ستاينه کړي را وباسي.

ښاغلي ټرمپ ليکلي د خپلو زړورو نارینه او ښځو پاتې کوچنۍ ډله به هم بیرته خپل هیواد امريکا ته راستنه کړي.

بايد وويل شي چې دا ترټولو لنډ وخت دی چې ټرمپ يې له افغانستان څخه د ځواکونو ایستلو لپاره اعلانوي.

هيره دي نه وي چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په داسي حال کې د خپلو سرتيرو د وتلو خبر ورکوي چې په افغانستان کې جکړې سخت زور نيولی او هره د افغان پوځ او طالبانو تر منځ درنې نيښتي په سختو مرګ ژوبلو پای ته رسيږي.

نه يوازي دا چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ جګړه سخته شوي بلکي دواړه لوري د سولي د خبرو په سر په دوحه کې د واړه لوريو ترمنځ د سولي مذارکرات هم روان دي.
که څه هم له څه کم يوې مياشتې راهسي د سولي دغه خبري روانې دي خو تر اوسه يې کومه جوته پايله نه ده ورکړي.

داسي ويل کيږي چې زلمی خليلزاد او د امريکا دفاع وزير دوحي ته ددې لپاره تللي چې طالبان او افغان حکومت پر يوه هوکړې سره سلا کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.