The news is by your side.

د اکتوبر ۷ او پر افغانستان یې اغېز!

خبريال ويبپاڼه /د اکتوبر اوومه هغه ورځ ده، چې امریکا پر افغانستان حمله وکړه. ۲۰۰۱ کال د سپتامبر پر ۱۱ مه د القاعده تروریستي شبکې د امریکا پر دفاع وزارت( پنټاګون) او دوه سوداګریزو ودانیو، چې د نیویارک په ښار کې دي، بریدونه وکړل.

امریکا د القاعده شبکې د له منځه وړلو لپاره د همدې کال د اکتوبر په اوومه، پر افغانستان حمله وکړه. پوښتنه دا ده چې، دغه بریدونه په ریښتیا القاعده شبکې کړي؟

که د طالبانو واکمنۍ او د القاعده شبکې امکاناتو او فعالیتونو ته وګورو، نو د امریکا په شان ځواکمن هیواد باندې داسې خونړي بریدونه کول، د دوی له توانه پورته خبره ده. له دې معلومیږي چې پر امریکا بریدونه افغانستان کې د دغه هیواد د نظامي حضور لپاره یوه بهانه وه.

د همدغې بهانې پر اساس امريکا افغانستان ته راغله، د طالبانو د حکومت له نسکورولو وروسته د جرمني په بن ښار کې کنفرانس دایر شو چې؛ په پايله کې په افغانستان کې د ښاغلي کرزي پر مشرۍ پر موقت حکومت هوکړه وشوه.

په ياد کنفرانس کې امريکا له نړۍ او افغانانو سره ژمنه وکړه، چې په افغانستان کې به تروریزم، مخدره مواد له منځه وړي او یو ولسواک حکومت به رامنځته کوي. د دې ژمنو ۱۹ کاله پوره شول، خو لاهم تروريزم او مواد مخدر په خپل حال دي او حکومت کې د ولسواکۍ پر ځای فساد او زورواکي حاکمه ده.

د نورو همکارویو تر څنګ یې له افغانستان سره امنیتي او دفاعي تړون هم لاسلیک کړی، چې د سیمې او نړۍ هیوادونو د نظامي مداخلې په صورت کې به امریکا له افغانستان څخه ملاتړ کوي.

د دې په بدل کې افغانستان امریکا ته په مختلفو ولایتو کې ۹ دایمي هډې ورکړي. امریکا د ټولو نړيوالو اصولو خلاف یاد تړون ته ژمنه نه ده، کلونه کیږي چې پاکستان په افغانستان کې پټې او ښکاره نظامي مداخلې کوي.

په پټه افغانستان کې د تروریستي ډلو ملاتړ او تمویل کوي او په ښکاره د افغانستان په شرقي ولایت کونړ باندې، تقريباً هره ورځ لسګونه توغندي وروي، چې مالي او ځاني زیان له ځانه سره لري.

له ژمنو او امنيتي تړون سره سره امریکا په دغو جنایتونو سترګې پټوي. له شک پرته چې امریکا دلته خپلو ګټو او موخو پسې راغلې، دا چې خپلو موخو ته څومره رسیدلې دا به هغوی ته معلومه وي.

موږ افغانانو څه وکړل او څه کول په کار و؟
د سیمې او نړۍ په کچه د امریکا له وجود نه ډیرو هیوادونو ګټه واخیسته لکه: پاکستان، ایران، اسرایل او … متاسفانه د تاریخ په اوږدو کې زموږ له خلکو او هیواد څخه استفاده شوې، ولې موږ هیڅکله د ملي ګټو لپاره له نورو هیوادو استفاده و نه کړه، لکه څنګه یې چې نور هیوادونه کوي.

لامل یې دا دی چې د وخت اکثره مشران مو په تصمیمونو او پريکړو کې خپلواک نه دي او هميشه شخصي او ګوندي ګټو ته پر ملي ګټو لومړیتوب ور کړی. افغانانو ته په کار وه چې د نړۍ دغه مرستې يې په منظم ډول مدیریت کړې وای له کلونو وروسته د هیواد د رغونې او د روان بد وضعیت د بدلون چانس په لاس راغلی وه، باید ترې پوره ګټه اخیستل شوې وای، چې داسې و نه شول.

افغانانو باید له دغه ځواکمن هیواد ( امریکا) څخه د خپلو خلکو او ویجاړ وطن د رغولو لپاره ګټه اخیستې وای، ولې برعکس د هیواد او خلکو لپاره نه بلکې څو مشخصو افرادو او ډلو خپلو شخصي ګټو ته په دې هر څه لومړیتوب ور کړ.

د نننۍ بې کیفیته رغونې، غیر معیاري زده کړې، کمزوری اقتصاد، په لوړه کچه بې کاري، د سیاسي او کلتوري زیانونو ترڅنګ، د زرګونو ځوانانو وژل، په لکونو یتیمان او کونډې، د دغو ټولو بدبختیو لامل همدغه مشخص او خود غرضه افراد او ډلې دي.

افسوس پر دې کوم چې لا هم دغه شان وګړي زموږ په ټولنه کې محترم دي او ملاتړي لري‌. مخکې مې یادونه وکړه، چې د امریکا له وجود نه ډیرو هیوادونو ګټه اخیستې دا چې موږ ترې استفاده نه شو پکولی یا مو نه ده کړې دا نو زموږ کمزوري ده.

دا هم نه ردوم چې امریکا به په روانو ناخوالو کې ښکېله نه وي.
هغه هیوادونه پرمختګ کوي چې د وګړو لومریتوب یې ملي ګټې وي.

ليکوال : حامد مروت

۲۰۲۰ / اکتوبر / ۸

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance