The news is by your side.

ارسین تاتار د شمالي قبرس ترک نوی ولسمشر وټاکل شو

خبریال ویبپاڼه/ د شمالي قبرس ترک د ولسمشریزو ټاکنو د شورا رییس، نارین فردي شفیق، د ولسمشرۍ ټاکنو په دویم پړاو کې په سلو کې  د ۵۱,۷۴  رایو په تر لاسه کولو سره د ملي یووالي ګوند نوماند او د دغه هیواد د لومړی وزیر ایرسین تاتار د بریالي کېدو خبر ورکړی.

پر همدې اساس د یاد هیواد اوسنی ولسمشر مصطفی آکینجي، چې په ولسمشریزو ټاکنو کې یې ګډون کړی وو، په سلو کې یې ټولې ۴۸,۲۶ رایې ترلاسه کړې دي.

ارسین تاتار د شمالي قبرس ترک جمهوریت په ولسمشریزو ټاکنو کې د بریا وروسته په خپله لومړي وینا کې وویل ” مخالفت نه، بلکې د هیواد د کچې لوړول، د آمن فضا جوړول،  او زموږ د ماشومانو او ځوانانو لپاره خوندي چاپیریال او غوره راتلونکي رامینځته کول مهم دي.”

د یادونې وړ ده، چې ارسین تاتار به د ۵ کلونو لپاره د شمالي قبرس ترک جمهوریت ۱۰ لسم ولسمشر شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance