The news is by your side.

صالح نن امنیتي ناسته کې د کابل د امنیت او نظم لپاره نوې پرېکړې وکړې

خبریال وېب پاڼه/ د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړي مرستیال امرالله صالح کابل کې د مجرمینو پر وړاندې د مبارزې د مسؤولیت د دریمې ورځې په درشل کې د کابل له امنیتي چارواکو سره په ناسته کې وویل، ټولو بې سنده موټرونو ته د محصول او مالیې مرحلې بشپړولو او سندونو تر لاسه کولو لپاره دوه میاشتې وخت ورکول کیږي، خو په دې موده کې چې بې اسناده موټر ونیول شو، د باریکاب میدان ته به لیږدول کیږي یا د ښار او ولسوالۍ ګزمو کې د پولیسو له خوا په مستقیم ډول کارول کیږي.

صالح په امنیتي ناسته کې له یوولسو مواردو یادوونه وکړه او له امنیتي مسؤولینو سره پرې هوکړې ته ورسېدل.

همدا راز پرېکړه وشوه چې سوالګر به د سړکونو په منځ کې د ودریدو یا کېناستو اجازه ونه لري. لوړې ودانۍ چې د جوړیدو لاندې دي او د جوړېدو امر یې نه دی تر لاسه کړی غورځول کیږي به او یادوونه یې وکړه چې پرون هم دوه نمونې ویجاړې شوې.

صالح د کابل ښاروالۍ ته امر وکړ چې د ټولو لوړو ودانیو لیست ترتیب کړي چې په غیر قانوني ډول او پرته له اجازې جوړې شوې دي. او سرغړونکو سره به قانوني معامله کیږي.

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، چې دا راز په لیدنه کې پرېکړه وشوه، چې ټول دوکانونه چې د سړک غاړې یا پیاده رونه یې تړلي دي، خبر ورکول کیږي پیاده روونه دې خلاص کړي.

صالح زیاتوي چې د جرم ګراف به هر سهار په شپږو بجو بیا ارزول کیږي. د کوچنيو او لوی مجرمینو لیست به د ناحیې- په ناحیې حوزې- په حوزې او کلي په کلي د حوزو امرینو ته په واک کې ورکوي.

صالح وایي، یو شمیر چارواکي چې د جنایتکارانو سره په لاس لرلو تورن وو، د عامه معلوماتو پر اساس نیول شوي او عدالت ته راوړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې په وروستیو اوونیو کې د جنایي او امنیتي پېښو په زیاتېدو سره د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح اعلان وکړ چې د موقت وخت لپاره د کابل د امنیتي مسایلو ارزونې مسؤولیت خپله په غاړه اخلي او ډاډ یې ورکړ چې په کابل ښار کې به امنیت او نظم راوړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance