ارسین تاتار د شمالي قبرس ترک نوی ولسمشر وټاکل شو
خبریال ویبپاڼه/ د شمالي قبرس ترک د ولسمشریزو ټاکنو د شورا رییس، نارین فردي شفیق، د ولسمشرۍ ټاکنو په دویم پړاو کې په سلو کې د ۵۱,۷۴ رایو په تر لاسه کولو سره د ملي یووالي ګوند نوماند او د دغه هیواد د لومړی وزیر ایرسین تاتار د بریالي کېدو خبر ورکړی.
پر همدې اساس د یاد هیواد اوسنی ولسمشر مصطفی آکینجي، چې په ولسمشریزو ټاکنو کې یې ګډون کړی وو، په سلو کې یې ټولې ۴۸,۲۶ رایې ترلاسه کړې دي.
ارسین تاتار د شمالي قبرس ترک جمهوریت په ولسمشریزو ټاکنو کې د بریا وروسته په خپله لومړي وینا کې وویل ” مخالفت نه، بلکې د هیواد د کچې لوړول، د آمن فضا جوړول، او زموږ د ماشومانو او ځوانانو لپاره خوندي چاپیریال او غوره راتلونکي رامینځته کول مهم دي.”
د یادونې وړ ده، چې ارسین تاتار به د ۵ کلونو لپاره د شمالي قبرس ترک جمهوریت ۱۰ لسم ولسمشر شي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.