ټرمپ چین کې بانکي حساب لري
خبریال ویبپاڼه/ د امریکايي ورځپاڼې نیویارک ټایمز د راپور له مخې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اوس هم د چین هېواد کې بانکي حساب لري دا خبره هغه هم منلې
د چین او امریکا ترمنځ په سیمه کې په هر اړخیزه توګه سیالي او بیا د امریکا د ولسمشر ټرمپ بانکې حساب چین کې ښايي د شننونکو له نظره د امریکا کمزوري ثابته کړي
نیویارک ټایمز کاږې چي ټرمپ دامریکا فدرالي حکومت ته له څو کلونو راهیسې هیڅ مالیه نه ده ورکړې او نوموړی کله چې ولسمشر سو یوازي یې ۷۵۰ ډالره فدرالي دولت ته ورکړي
دغه ورځپاڼه وايي چې په چین کې د ټرمپ له بانکې حسابه ښکاري چې نوموړي یو لک ۸۸ زره ۵۶۱ ډالره سیمه ییزه مالیه ورکړې
د ولسمشر ټرمپ د ولسمشري په دوره کې امریکا او چین د اړیکو ترخې تجربې ازمویلي او د دې دواړو هېودونو ترمنځ د ټولو مسایلو خصوصا کرونا پر سره لفظي مشاجرې هم ترسره سوې
نیویارک ټایمز په داسې حال کې دا راپور خپروي چې ښاغلی ټرمپ د ولسمشریزو ټاکنو په درشل کې دی او له هره پلوه پرې سختې نیوکې کیږي
د ټاکنیزو منډو ترړو پر مهال هم پرې د خپل سیال جوبایډن له لوري سخت انتقادونه کیدل او هغه د امریکا د ولسمشرۍ لپاره وړ کس نه وو بللی
ټرمپ که څه هم څو میاشتي مخکې د چین په وړاندې د کرونا برخه کې له جدي لفظي ګواښونو کار اخیسته خو بیاهم د دې هېواد پر اقتصاد باور لري او خپل بانکي حساب يې پکښي جوړ کړی
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.