The news is by your side.

سیګار: افغانستان کې د امریکا میلیاردونه ډالر مرسته ورکه شوې

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې یا سیګار ویلي، افغانستان سره د ٢٠٠٩ زېږدیز کال می میاشتې تر ٢٠١٩ زېږدیز کال دسمبر میاشتې پورې د امریکا ١٩ میلیونه ډالر مرسته حیف او میل شوې او فساد په کې شوی.

دغه موندنې د سیګار د ١١١ خپرو شویو راپورونو له منځه او له ٥٥ مورده څېړنو نه تر لاسه شوي.

جان سپکو خپل نوي راپور کې چې د نوموړي په وینا تېر یو کال کې یې افغانستان سره د امریکا مرستې ارزولي دي، نوموړي زیاته کړې چې په ٢٠١٨ ز کال کې مرسته شویو ١٥,٥ ډالرو سره سره ٣,٤ میلیارد نورو ډالرو مرستو کې هم فساد شوی او د چارواکو تر منځ حیف او میل شوي.

د سیګار د راپور له مخې د امریکا کانګرس د افغانستان بیا رغونې لپاره د ٢٠٠٢ مالي کال له پیل را هیسې د ٢٠١٩ز کال د دسمبر میاشتې تر پای نېټې پورې ١٣٤ میلیارد ډالر مرستې ځانګړې کړې وې، د دې مرستو نه ١٠٦ میلیارد ډالر د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره ځانګړې شوې وې، خو د سیګار پر وینا چې د نشه یي توکو د مبارزې پر وړاندې یې هېڅ مثبته پایله نه ده ورکړې.

تر اوسه افغان حکومت د مرسته شویو پیسو د فساد په اړه د سیګار په راپور کوم غبرګون نه دی ښودلی،خو حکومت همېشته ځان جدي بولي چې په وروستیو کې یې د حکومت څو پخواني او برحاله چارواکي دفساد په تور عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل. خو عام افغانان یې نمایشي بولي او پر وینا یې چې فساد د پخوا په پرتله لا ډېر شوی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.