The news is by your side.

غني: حکومت کې به بنسټیز بدلونونه راشي

خبریال وېب پاڼه/ ولسمشر محمد اشرف غني چې نن یې ولسي جرګې ته د نوماندان وزیرانو معرفي کولو غونډه کې وینا کوله، ژمنه وکړه چې په حکومت کې به بنسټیز بدلونونه راشي د غني پر وینا چې یوې کوچنۍ ډلې او اقلیت حکومت بد نومی کړی دی.

اشرف غني همدا راز د وینا پر مهال زیاته کړه، چې له ٣٠ زره ځانګړو ځواکونو سره به د هېواد امنیت تأمین کړو.

اشرف غني وویل، افغانستان بېرته شا ته نه ځي او افغان امنیتي ځواکونو ثابته کړې چې اساسي قانون او ټولو اصولو او ارزښتونو ساتونکي دي.

اشرف غني همدا راز د خبرو پر مهال بین الافغاني مذاکراتو او سولې پروسې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، چې افغان حکومت مرکچي پلاوي ته باید وخت ورکول شي، چې د ملت او ولس په غوښتنه پرېکړې وکړي، طالبان امریکا سره د شوې هوکړې پر اساس د سولې هوکړه غواړي، خو موږ اسلام؛ اوس ووایاست چې څوک د اسلام استازیتوب کوي!؟

اشرف غني د وینا په یوه څنډه کې پر هلمند او غور ولایت د طالبانو له بریدونو هم یادوونه وکړه او ویې ویل چې طالبان اوس هم د فتحې په کاذب روایت باور لري، په داسې حال کې چې زموږ د هېواد دیني علماؤو نړۍ ته په ډاګه کړه چې د طالبانو جګړه شرعي او اسلامي دلیل نه لري.

نن ولسمشر اشرف غني ولسي جرګې ته د باور رایو اخیستلو په موخه نوماند وزیران ور معرفي کړل، خو په ولسمشر په جرګه کې یو لړ نیوکې هم وشوې. چې د عدالانو پر ځای یې قصابان ګومارلي او د ولس پر ستوني یې چاړه اېښې، چې دا خبره بېرته د ولسمشر له غبرګون سره هم مخامخه شوه.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.