The news is by your side.

ولسمشره! کرېکټ بورډ وژغوره؛ خوست کې د کرېکټ بورډ پر ضد لاریون

خبریال وېب پاڼه/ د پکتیا او خوست ولایتونو  سلګونه ځوانانو خوست کې د افغانستان د کرېکټ بورډ ادارې پر ضد لاریون کړی.

د لاریون ګډون کوونکو پر ولسمشر اشرف غني غږ وکړ، چې د کرېکټ بورډ ملي اداره له پراشوټي ګومارنو څخه وژغوره او د افغانستان عزت وساته.

لاریون وال وایي، د ولسمشر له لوري د کرېکټ پر برخلیک لوبې کول موږ ته د منلو وړ نه ده، د ځوانانو هیلې دې نه خاورې کوي، کرېکټ بورډ دې وژغوري او د افغانستان عزت دې وساتي. لاریونوالو دا راز له ځانونو سره بېنرونه راوړي وو او د کرېکټ بورډ د رییس فرهان یوسفزي پر عکس یې سرې کرښې کش کړې وې او له ولسمشر یې غوښتل چې یوسفزی دې محاکمه کړي او کرېکټ دې کرېکټرانو ته وسپاري.

دا لاریون چې لا هم دوام لري، اصلي لامل یې د کرېکټ بورډ له لوري د میلیون جام سیالیو د ترسراوي ځنډ او د یاد لیګ پر وړاندې د بورډ له خوا د بهانو او خنډونو جوړول دي، او لاریونوال له بورډ غواړي چې د میلیون لیګ سیالیو د ترسراوي اجازې دې ژر تر ژره ورکړي، او په خپله نېټه دې په خوست ولایت کې ترسره شي.

د میلیون لیګ سیالۍ چې ټاکل شوې را روانه نومبر میاشت د ملي لوبغاړي شاپور ځدراڼ له لوري په خوست ولایت کې ترسره شي، کرېکټ بورډ یې مخه نیسي.

ملي لوبغاړی شاپور ځدراڼ چې د یاد لیګ تنظیموونکی دی، له لمر ټلوېزیون سره یې د لیګ د ترسراوي تړون هم لاسلیک کړی، خو د رسنیو د راپورونو پر اساس د کرېکټ بورډ اداره یې پر وړاندې خنډونه جوړوي او د لیګ د ترسره کېدو مخه نیسي.

خوست کې د لاریون سره هم مهاله د کرېکټ بورډ ملي ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي چې د لیګ تنظیموونکي باید ټول اصول او پروسې بشپړې کړي. دوی د میلیون لیګ د ترسره کېدو مخالفت نه کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.