The news is by your side.

بامیانو کې د ګرځندوی او لرغون پېژندنې انستیتیوت تأسیسیږي

خبریال وېب پاڼه/ د هېواد په شمال کې په بامیانو ولایت کې د سیاحت او لرغون پېژندنې انستیتیو تأسیس شو.

د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده کړو عمومي رییسې ندیمې سحر د راتلونکي کال لپاره د بامیانو ولایت د مدیریت او محاسبې انستیتیوت د پرانیستې په مراسمو کې، په بامیانو ولایت کې د ګرځندوی او لرغون پېژندنې انستیتیوت د جوړولو خبر هم ورکړ.

نن د ادارې او محاسباتو انستیتوت چې د ١٥,٣ میلیون افغانیو په لګښت جوړ شو رسماً پرانیستل شو، چې په کې ١٦ درسي خونې او ٨ اداري خونې شاملې دي.

ټاکل شوې چې په راتلونکو درې کلونو کې په افغانستان کې مسلکي او روزنیز مرکزونه له ٣٨٧ نه تر ٤٨٣ پورې زیات شي.

د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده کړو عمومي ریاست په بامیانو ولایت کې د ګرځندوی او لرغون پېژندنې انستیتیوت د تأسیس خبر داسې مهال ورکوي، چې بامیان ولایت تر بل هر ولایت په امن کې دی او د ګرځندویانو لپاره له ښکلاوو ډک د لیدنې وړ ځایونه لري.

د بامیانو د امیر بند، د بودا مجسمې او نور ورته ښکلي او تاریخي ځایونه دي، چې پر دې ولایت یې په هېواد دننه او بهر د ګرځندویانو مخه را ماته کړې ده.

اوس مهال د ګرځندوی لپاره یوازنی ولایت بامیان دی، چې ښه امنیت لري او مناسبه اقلیم څخه برخمن دی، له بامیانو وروسته په ختیځ زون کې د نورستان ولایت دی چې خورا ښکلې طبیعې منظرې لري خو د لارو د خرابوالي له کبله زیات خلک یاد ولایت ته د سیاحت او سیل لپاره زړه نه ښه کوي.

همدا شان د افغانستان نور ډېر ولایتونه دي، چې هر یو جلا ښکلي او د لیدنې وړ ځایونه لري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.