The news is by your side.

له هرات نه بهر د المونیمي تولیداتو صادرات پیل شول

خبریال وېب پاڼه/ د المونیمي توکو د تولید او صادراتو لوی شبکې چې په صنعتي ښارګوټي کې فعالیتونه لري، له هېواد نه بهر یې د خپلو تولیداتو صادرات پیل کړي.

د خواجه عبدالله انصاري د المونیم پروفایل او کانټینرونو جوړولو شرکت چې سل ډوله محصولات لري، په وروستیو کې یې د اروپایي هېوادونو څخه سپارښتنې تر لاسه کړي دي.

د هرات والي سید وحید قتالي له یادې فابریکې څخه د لیدنې پر مهال د کارګرو د کارونو او هڅو ستاینه وکړه.

په دغه فابریکه کې همدا راز د ٣٠٠ کارکوونکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده هو د کار لپاره خام توکي د فلزي مارکېټ څخه چمتو کیږي.

په وروستیو کلونو کې د افغانستان دننه خپل تولیدات او محصولات د بسیاینې په لور روان دي.

همدا راز په ننګرهار کې د دیګ بخار جوړونې شرکت چې له کلونو را هیسې خپل تولیدات جوړوي او محصولات بهرنیو هېوادونو ته صادروي او همدا رنګه د تراکتور جوړونې شرکت چې تېرو میاشتو کې یې لسګونه تراکتورونه هم تاجکستان هېواد ته صادر شول او لا هم غوره تولیدات لري.

افغانستان کې به د سولې او ثبات په ټینګښت سره لا ډېرو کاروبارونو ته زمینه برابره شي، اوس مهال افغانستان د کاروبار او پانګونې لپاره ډېره اړتیا لري چې د سولې په ټینګښت سره به د اړتیا تر ډېره حل شي او افغانستان به د ګاونډیو او سیمو هېوادونو له محتاجۍ خلاص شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.