The news is by your side.

حج اوقاف وزارت: ملایان د دین پرځای سیاسي شننې کوي

خبریال ویبپاڼه/ د افغانستان د ارشاد حج اوقافو وزارت ویلي چې هېواد کې د مسجدونو ملایان او دین عالمان د دې پرځای چې خلکو ته د دین برخه کې تبلغ وکړي پر حکومت د کفر فتواوي ورکوي

د افغانستان د ارشاد حج اوقافو وزارت سرپرست محمد قاسم حلیمي ویلي د مسجدونو یو شمېر دیني عالمان پر مسلمانانو د کفر ټاپې لګوي او شته نظام تخریبوي

ده دا پړه ومنله چې د مسجدونو پر خطیبانو باندې کنټرول نلري د حلمي په خبره بده د دې پرځای چې د مسجدونو له لارې غیري مسلمانانو  ته د دین دعوت وسي برعکس مسلمانانو ته د کافر خطاب کیږي

هغه ویلي دیني عالم د دې پرځای چې خلکو ته د دین په هکله خبرې وکړې ټوله ورځ په سیاست لګیا وي او په دې برخه کې فتواوي ورکوي چې دا دزغم وړ نه ده

افغان ټولنه یوه سنتي او دیني ټولنه ده او تر ډیره بریده پکښي د ملا دا اوریدل کیږي او منل کیږی او په ټولیزه توګه تر ډیره بریده په هره موضوع کې د ملا رول او ونډه خورا غوښنه بلل کیږي

د سولې، امن اویوالي فضا د رامنځ ته کولو لپاره کچیري دیني عالمان د هېوادوالو د سوکالي لپاره مټې رابډ وهي نو لیري نه ده چې د جګړې مخالف لوری به له جګړې لاس واخلي

د افغانستان د حج اوقافو وزارت دا نه دي ویلي چې له داسې ملایانو سره چې د دیني دعوت پرځای سیاسي موضوعات څيړي  څه وکړي خو ټینګار يې کړی چې  له مسجده باید یوازي د دین د پرمختګ او دعوت لپاره کار واخستل سي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن ولسي جرګې ته د نوماند وزیرانو د معرفت غونډه  کې وویل چې په ټول هېواد  کې د راتلوونکو اتلسو میاشتو په درشل کې ۳۷۷ مسجدونو ته ودانۍ جوړیږي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.