The news is by your side.

سټولټنبرګ: د ناټو ځواکونو وتل رد کړل

خبریال ویبپاڼه/ د امریکا ولسمشر ډانالډ ټرمپ وویل چې تر راتلوونکي زیږدیز کال پوري به ټول امریکايي سرتیري له افغانستانه باسي خو ناټو په اوسنیو شرایطو کې د خپلو سرتیرو وتل رد کړل

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په تاره څرګندونو کې ویلي چې په اوسنیو خرابو شرایطو کې د خپلو ځواکونو دوتلو احتمال ردوي سټولټنبرګ ویلي لومړی طالبان باید له القاعده سره اړیکي پرې کړي اوربند وکړي او په افغانستان کې به له شرایطو سمېدلو وروسته دوی له افغانستانه وزي

د ناټو سرمنشي دا هم وویل چې  تر راتلوونکي ۲۰۲۴ کاله پوري به ناټو  له افغان ځواکونو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي او په ټولو برخو کې به ورته پاملرنه کوي هغه وویل په اوسنیو نازکو شرایطو کې د خپلو سرتیرو وتل ردوي او دوی خپل ځواکونه نا باسي افغانستان کې زموږ حضور په شرایطو پوري تړلی

ناټو په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې افغانستان د سولې راتللو لپاره هڅه کیږي او ښايي په نژدې راتلوونکي کې د سولې بین لافغاني مذاکرات هم پیل سي افغان دولت ویلي چې اوس افغان ځواکونه پیاوړي سوي او په یوازي سر کولای سي چې د افغانستان د امنیت تامین لپاره په کار سي

افغان ځواکونه دا مهال خپل سرې عملیاتونه کوي د خلکو او هېواد امنیت  لپاره لاس په کار دي او په ډیرو لویو جګړو کې يې وسلوالو ته ماتې ورکړې د افغانستان د دفاع وزارت کورنیو چارو وزارت څو ځله ویلي چې افغان ځمکني او هوايي ځواکونه اوس د دې جوګه دي ترڅو افغانستان کې امنیت تامین کړي

په دې وروستیو کې د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبان ترمنځ په یو شمېر ولایتونو کې سختې نښتې وسوې چې پر مهال یې وسلوالو طالبانو ته درنې مرګ ژوبلې هم  وا وښتلې اوافغان ځواکونو وښووله چې کولای سي په سیمه کې د امنیت او  سولې  لپاره کار وکړي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.