The news is by your side.

روسیه او ایران د امریکا ټاکنو کې لاس وهنه کوي

خبریال ویبپاڼه/ د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته لاهم  څه وخت پاتی دی خو د دې هېواد ملي امنیت ویلي چې سر له اوسه ایران او روسیه داسې څه کوي چې د دې هېواد ټاکنو کې مداخله ده

د امریکا ملي امنیت ادارې په یوه غونډه کې ویلي چې  دې دواړو هېوادونو هڅې پیل کړې ترڅو د امریکا په راتلوونکي ولسمشریزو ټاکنو  کې مداخله وکړي دوی د سایبیري بریدونو یادونه هم وکړه

د ملي امنیت مشر جان رتکلیف وویل چې سر اوسه د دې شواهد لري چې دوی لاس وهنه پیل کړې دده په خبره دوی د رایو ورکوونکو اطلاعاتو ته لاسرسی پیدا کړی دی او ځینو رایې ورکوونکو ته یې ګواښوونکي ایمیلونه لېږلي سوي دي

دوی ګواښ کړی چې ایران او روسیه به د امریکا له جدي غبرګون سره مخ سي مالوماتو کې ویل سوي چې کچیري روسیه د امریکا پر ټاکنو  سایبیري بریدونه وکړي خو د ټاکنو پر پایلو به هم اغېزې وکړي

د امریکا د ټاکنو په هکله زیات شمېر نظریات موجود دي راپورونه وايي چې دا به د امریکا په تاریخ کې ډیري مهمې ټاکنې وي ځکه په دې ټاکنو کې به تر ټولو ډیرخلک ګدون وکړي چې شمېر به یې ۳۲ میلیونه کسانو ته ورسیږي په دې ټاکنو کې اغیر ورکوونکي د امریکا په څلورو ایالتونو کې میشت کډوال دي

د ټرمپ په هکله څه فکر کیږي؟ وختي لا د ټرمپ د کمزوري کولو او بدنامولو لپاره هڅې پیل سوې نیویارک ټایمز په یوه راپور کې ادعا کړې چې ټرمپ په چین کې بانکې حساب لري چې هلته يې مالیه هم ورکړې خو د ټرمپ تر ولسمشر کیدو څه موده وړاندې هغه ډیره لږ مالیه د امریکا دولت ته ورکړې تر هغه وړاندې د ولسمشرۍ په دوره کې ټرمپ هیڅکله چین ارام نه وو پریښی او تل به يې پرې لفظي بریدونه کول

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.