The news is by your side.

د ارمنستان اواذربایجان جګړې یوه میاشت پوره کیږي

خبریال ویبپاڼه/ تراوسه پوري نړیوالو د دې دواړو هېوادونو د جګړې په هکله هیڅ مداخله نه ده کړې  او نه هم د دې جګړې د ارامیدو لپاره کوم ګام پورته سوی

پوره یوه میاشت تیریږي چې د ارمنستان او اذربایجان هېوادونو ترمنځ د نګورنو قرباغ سیمه کې جګړه ده چې پرمهال يې د ملکیانو په ګډون د دواړو لورو پوځیانو ته هم درنه مرګ ژوبله اړولې

دې دواړو هېوادونو ویلي چې د نګورونو قرباغ لانجه به د جګړې له لاري حلوي اوبله هیڅ ډيپلماټیکه لاره نلري د دوی په وینا چې جګړه به لاهم شدیده کیږي

د ارمنستان لومړي  وزیر نیکول پاشینیان د فېسبوک له لارې په خپل وینا کې ولس ته وویل چې موږ باید پوه سو چې د نګورنو قره‌باغ مسئله اوس او په اوږدمهاله واټن کې نسي کېدای چې له ډیپلوماتیکې لارې حل سي

د ارمنستان د دولت نظریه د جګړې د ډګر لا ګرمیدل دي ایا اذربایجان هم ورته نظریه لري؟ تراوسه د دې هېواد حکومت څه نه دي ویلي خو اذربایجان د نګورونو قرباغ سیمه د خپل هېواد برخه بولي او ارمنستان په تیري تورنوي د همدې جګړې په درشل کې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران روسیې ته تللي ترڅو د دې هېواد په منځګړیتوب دې سختې جګړې ته د پای ټکی کښېږدي خو تراوسه څرکنده نه ده چې ایا روسیه به وکړایسي دا منځګړیتوب وکړي

راپورنه وايي چې دا دواړو لورو ترمنځ سختې نښتې سوې چې پر مهال یې ملکي خلک هم زیانمن کړي اذربایجان د ارمنستان هېواد دننه هم  توغندیز بریدونه کوي او په وینا يې چې هغه ساحې په نښه کوي چې دوی ترې خطر احساسوي د اذربایجان هېواد پوځ په دې وروستیو کې یو شمېر پرمختللې ویلې له ترکیې هېواد څخه پیرلې چې اوس يې پوځ خورا پیاوړی سوی ش

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.