The news is by your side.

هلمند کې ملایعقوب د بهرنیانو پرسر طالبان ګواښلي

خبریال وېبپاڼه – د هلمند ولایت په هغه سیمو کې چې وسلوال طالبان حاکم دي ځني پاڼي موندل سوي چې د وسلوالو طالبانو د نظامي چارو کمیسون مشر ملا یعقوب عمري خپلو وسلوالو ته لیږلي دي.
د یادي سیمي څخه یوې سرچنې هغه پاڼه خبریال وېبپاڼې ته رالیږلي .
د وسلوالو طالبانو د نظامي شورا یو غړي د یادو پاڼو د ویشلو خبره تاید کړې .

  • په دغو ګواښوونکو پاڼو کې لیکل سوي چې په دې ورستیو کې په جنوب غرب حوزه هلمند ، کندهار او ځیني نورو ولایتونو کې د یادي ډلي نظامي او ولایتي مسولینو له خارجي جنګي او ترورستي ډلو لکه ( جیش محمد ، القاعده ، ایران سپاه پاسداران او پاکستاني تندروه سره اړیکي نیولي .
    او خپلو سیمو ته يې رابللي او په خپلو صفونو کې يې ځای پر ځای کړي تر څو په یاده حوزه او ولایتونو کې جګړې ته دوام ورکړي په یادو پاڼو کې دا هم لیکل سوي .
    چې ځیني مسولینو د ایران د استخباراتي ډلي سره اړیکه نیولې او د هغوی څخه يې مالي کومکونه تر لاسه کړي .
    چې دا هرڅه د امریکايي لوري په جدي توګه تغقیب کړي او مستند سوي او احتمال لري .
    چې د قطر تړون ته صدمه ورسوي او امریکايي لوري ته د معاهدې د نقض او لغوه کولو بهانه پیداسي او په هغه صورت کې به ټول مسولیت تاسي د سیمي او نظامي مسولینو ته راجع وي .
    په یاده پاڼه کې د وسلوالو طالبانو د نظامي چارو کمیسون مسول ملا یعقوب عمري ټولو جنګي ډلو ته هدایت کړی .
    چې هغه خارجي کسان چې د جګړې لپاره هلمند ، کندهار او ځیني نورو ولایتونو ته راغوښتل سوي ژر تر ژره دي خالع سلاح او خپلو سیمو دې وباسي تر څو د امریکا سره د تړون د لغوه کولو لامل نه سي .
    هیره دي نه وي چې دهلمند په روانه جګړه کې ډیری پاکستاني ملیشو او پياوړو جنرالانو ګډون کړی و .
    د هلمند د جګړې څخه پاکستان هیواد ته د ډیره جنرالانو او پاکستاني عسکرو جسدونه وړل سوي او هلته خاورو ته سپارل سوي .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.