The news is by your side.

پر کمال خان بند د طالبانو برید

خبریال وېب پاڼه/ کمال خان بند د افغانستان نیمروز ولایت چهاربرجک ولسوالۍ کې موقعیت لري چې د هلمند سیند څخه سرچینه اخلي.

د هلمند سیند ډېره برخه اوبه يې ایران هېواد ته ځي چې د یاد بند په جوړولو سره به د هلمند سیند اوبه تر ډېره مهار او پر ګاونډي هیواد ایران به اوبه بندې شي.

کمال خان بند د افغانستان د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د يو له سترو بندونو څخه دی، چې د کرهنیزو ځمکو خړوبولو، بريښنا تولید او اوبو مهار په موخه جوړیږي چې تر دې دمه يې ٨٦ سلنه چاريدې بشپړې شوي دي.

تېره شپه وسلوالو طالبانو پر یاد بند ډله ایز برید کړی چې په پایله کې يې د یاد بند شپږ ساتونکي شهیدان شوي او دوه نور ټپیان دي.

دا برید پر داسې مهال کیږي چې د یاد بند رغنیزي چاري په چټکۍ روانې دي.

د افغانستان د اوبود چارو د تنظیم ادره وايې موږ داسې ویډیو ګاني تر لاسه کړي دي چې تېره ورځ د ایران ځیني چارواکو د یاد بند په اړه غونډه نیولې وه چې د یاد هیواد د اوبو او انرژۍ وزیر هم په کې ګډون درلود.

د افغانستان د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې ویلي پر یاد بند برید د ګاونډي هیواد ایران کار دی.

یادي ادارې زیاته کړې چې ایران نه غواړي کمال خان بند جوړ او پر یاد هیواد اوبه بندې شي نو ځکه يې د وسله والو طالبانو په مټ پر یاد بند تیره شپه ډله ایز برید وکړ تر څو د یاد بند د جوړولو چارې بندې یا هم ټکنۍ او د ستونزو سره مخ کړي.

د افغانستان د اوبو د تنظیم ملي ادارې په وینا یاد بند به په راتلونکي کې نهه میګاواټه بریښنا تولید او ١٧٤ هکټاره کرهنیزه ځمکه خړوبوي چې په ټاکلې موده کې به ګټي اخستني ته وسپارل شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.