افغان سرتېري؛ موږ پنجابیانو ته څنګه تسلیم شو؟

خبریال وېب پاڼه/ مارجه ولسوالۍ لا هم محاصره ده.

د هلمند ولایت مارجه ولسوالۍ چې د هلمند په لویدیځه څنډه کې پرته ده پنځه کاله کیږي، چې محاصره ده او هره ورځ او شپه وسله وال طالبان په یاده ولسوالۍ کې میشت سرتیرو باندې مرګوني حملې کوي.

د یادي ولسوالۍ امنیه قومندان عبدالکریم وايي، په یاده ولسوالۍ کې څو مشخصې ساحې د افغان ځواکونو تر واک لاندې دي.

عبدالکریم زیاتوي، وسله والو طالبانو د جګړې هر ډول تاکتیک کارولی.

خو تر اوسه يې موږ ته هیڅ زیان نه دی رسولی او موږ پر خپل موقعیت یو او د خپلو ولسونو به دفاع کوو.

د یادې ولسوالۍ امنیه قومندان وايي د مارجې ولسوالۍ ټولې ځمکنۍ لارې د تګ راتګ پر وړاندې بندې دي د لارې د بندښت له امله مو شپږ میاشتې وچ غنم خوړلي نه مو ماته خوړلې نه وسله والو طالبانو ته تسلیم شوي یوو.

عبدالکریم وايي، څو ورځي مخکې چې وسله والو طالبانو پر هلمند حمله وکړه او بلاخره یې څه نا څه شنې ساحې ونیولېې، ځانونه یې د لښکرګاه څنډو ته نژدې کړل.

یوه ډله سپین ږیري يې د مارجې محاصره سرتېرو ته له دې پېغام سره را ولېږل چې موږ ټول هلمند نیولی دی لښکرګاه ښار هم په نن او سبا کي نیسو ځانونه تسلیم کړئ. که تسلیم نه شئ وژل کېږئ.

د یادي ولسوالۍ زړورو سرتېرو په ځواب کې سپین ږیروته ویلي چې ورشئ له کابل ادارې سره خبره وکړئ.

چي ټول افغانستان ونیسئ چې کابل مو نه وي نیولی او زموږ مشرانو موږ ته د تسلیمۍ امر نه وي کړی؛ هیڅکله به در تسلیم نه شو.

یادو سپین ږیرو ته يې ویلي چي تاسې خپل وجدان قاضي کړئ، موږ دې پنجابیانو ته څنګه تسلیم شو؟

د مارجې ولسوالۍ امنیه قومندان عبدالکریم وویل، د پاکستان نژدې یو لک پوځ د هند درې زره عسکرو ته تسلیم شوو، مګر زموږ سل کسه ځوانان څلور زره جګړه مارانو ته نه تسلیمیږي.

دا څه دي؟ دا زموږ د پوځ وړتیا او زړورتیا ده.

عبدالکریم وايې که ټول هلمند د لښکرګاه په شمول ونیسي خو اجازه نه ورکوم چې د مارجې ولسوالۍ سقوط کړي.

وحیدالله عمرزاد هلمند

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More