The news is by your side.

مشرانو جرګه ګاونډیو هېوادونو ته د سیاسي مشرانو سفرونه د اندېښنې وړ بولي

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان د مشرانو جرګه ګاونډیو هېوادونو ته د افغان سیاسي مشرانو سفرونه د اندېښنې وړ بولي او له ولسمشر غواړي چې په کور دننه دې سیاسي اجماع را منځته او پیاوړي کړي.

د مشرانو جرګې غړي له امریکا غواړي چې ژر تر ژره له افغانستان ووځي او افغانان دې باید د سولې لپاره په بله تګلاره کار وکړي.

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسملیار او غړي یې وایي، چې که امریکا د افغانانو د بربادۍ لپاره برنامه لري، افغانان اړ دي چې د سولې لپارا بله تګلاره وکاروي.

مشرانو جرګه دوحه کې له بین الافغاني مذاکراتو یوې نیمې میاشتې په تېرېدو وایي، د افغان سولې بهیر پر وړاندې د امریکا سیاست د افغانانو د وژنې بله برنامه ده.

مشرانو جرګه دا راز په پلازمېنه کابل او یو شمېر ولایتونو کې د جنایي پېښو او جګړو زیاتېدل اندېښمنوونکی بولي.

د مشرانو جرګې غړي هر ی نادر بلوچ، انار کلي هنریار او رحمت الله اڅکزی وایي، ګاونډیو هېوادونو ته د سیاسي مشرانو سفرونه د اندېښنې وړ دي او ولسمشر دې په کور دننه د سیاسي اجماع د را منځته کولو تابیا ونیسي.

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسملیار او غړي یې، ګلالۍ نور ساپۍ او ګلالۍ اکبري پر کمال خان بند د طالبانو برید په هېواد کې یو بل ناورین او د جګړې پیل بولي او وایي چې ولسونه یې باید پر وړاندې را پاڅیږي.

مشرانو جرګې د یوې اعلامیې پر خپرولو د مذاکراتو له دواړو غاړو غوښتي چې پر زغم مخ ته ولاړ شي جګړه او تاوتریخوالی د حل لار نه ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.