The news is by your side.

د ملي امنیت په چوکاټ کې د اتلانو په نوم زر کسیزه قطعه جوړه شوه

خبریال وېب پاڼه/ په هلمند ولایت کې وروستیو جګړو ډېری هلمندیان شهیدان او ټپیان کړي او بې کوره کړي دي، چې دې ټولو ناخوالو ته په کتو هلمندي ځوانانو دا پریکړه وکړه چې د خپل وطن ساتلو لپاره د خپل ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو سره ودریږي.

جوړې شوې قطعې ته به د ملي امنیت په چوکاټ کې نظامي زده کړې هم ورکول کیږي، وروسته به په مهمو نظامي وظایفو کې برخه اخلي.

د هلمند له اراضۍ سره بلد دا ځوانان وايي، موږ ته تر هر څه خپل د هېواد ساتنه او د هېوادوالو عزت خوندي کول لومړيتوب لري.

دوی وايي، ډېر ژر به په سیمو کې د امنیت په ټینګښت کې د خپلو امنیتي سر تېرو سره اوږه پر اوږه برخه واخلي.

د یادې قطعې د پرانیستلو په وخت کې د هلمند والي تورن جنرال محمد یاسین خان راغلو ځوانانو ته د خبرو پر مهال وویل: تاسې رښتیني اتلان یاست چې په خپله خوښه د خاورې ساتنې ته راغلي یاست او غواړئ چې د خپلو ولسونو د ارام او سوکاله ژوند لپاره هڅې وکړئ.

والي زیاته کړه: همدا ځوانان دي چې وطن به له دښمنه ساتي او د هر ډول ورانکارۍ مخه به نیسي او هر هغه څوک چې دلته شومې موخې لري له پښو به يې غورځوي.

والي د هغه کورنیو څخه هم مننه وکړه چې خپل اولادونه يې هڅولې دي تر څو له ملي امنیت، ملي اردو او ملي پولیسو سره یو ځای شي، د خپلو وروڼو تر څنګ د هېواد او خاورې په دفاع کي دندې ترسره کړي.

په ورته وخت کې د هلمند جګړې کابو کولو ته راغلي د هېواد لوی درستیز سترجنرال محمد یاسین ضیا او د کورنیو چارو وزارت ارشد معین ستر جنرال عبدالصبور قانع هم خبرې وکړې او ويې ویل د دې نظامي قطعې جوړېدل به د هلمند پر امنیت او د لا ډېرو پرمختګونو په برخه کې مثبت رول ولوبوي او دغه ډول ځانګړي ځواکونه کولای شي چې په ښه توګه امنیتي پلانونه تطبیق کړي.

د دې تر څنګ هلمند ته راغلی د ملي امنيت لوی رياست ولايتي مرستيال ډګر جنرال نظرعلي واحدي هم خبرې وکړې، راغلي ځوانان يې واقعي د هلمند اتلان یاد کړل.

یادو ځوانانو ته يې وویل: “تاسې به د خاورې ساتنې ته درومئ، تاسې هغه ځوانان یاست چي د خپل ولس د ارام ژوند لپاره به شپه او ورځ زیار باسﺉ او همدا ستاسې په خپله خوښه راتګ د دې څرګندونه کوي چې تاسي په رښتینې توګه اتلان یاست.”

په وروستیو کې د اتلانو په نوم ځانګړي نظامي قطعې ته راغلو ځوانانو وویل: په نظامي چوکاټ کې تر مسلکي زده کړو وروسته به د خاورې خدمت ته ځي او د دې پاکې خاورې هر دښمن ته به غاښ ماتوونکی ځواب ورکړو.

د یادونې وړ ده چې په هلمند کې د وروستیو جګړو څخه لښکرګاه ښار ته ۸۰۰۰ کورنۍ راغلي او په بد وضیعت کې د ژوند شپې او ورځي تر شین اسمان لاندي تېروي.

وحیدالله عمرزاد هلمند

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.