The news is by your side.

ځانګړي ځواکونه د کندهار هلمند لاره خلاصوي

خبریال ویبپاڼه/ هلمند ولایت کې اوږدي نا امنۍ او سختې جګړې لاهم دې ولایت کې یو شمېر خلک بې کوره او د جګړې له ویري له خپلو کورنو تللي دي راپورونه وايي چې د هلمند او کندهار ترمنځ لاره لاهم تړلې

تازه مالومات دادي چې دې ولایت ته ځانګړي ځواکونه رسیدلي ترڅو د هلمند کندهار تر منځ پرته لاره خلاصه او خلک له ستونزو څخه خلاص کړي ویل کیږي چې پردې لاره طالبانو چک پانټونه جوړ کړي او له موټرونو خلک کښته کوي چې د دې ستونزې د له منځه وړولو لپاره لښکرګاته ځانګړي  ځواکونه رسیدلي

یاد ځواکونه دهلمند کندهار پر عمومي ۶۰۱ نمبر شهرا راغلي او پر لاره راغلي او لومړي پړاو عملیات يې په بریالیتوب سرته ورسول

ویل کیږي چې دې ولایت ته  د پوځ، لوی درستیز، د کورنیو چارو امنتیتي مرستیال او د ملي امنیت لوی ریاست ولایتي مرستیال هم تللی ترڅو هلته د امنیتي وضعیت د ارزولو ترڅڼګ د کندهار هلمند لويي لارې د خلاصون عملیات تعقیب کړي

د افغان پوځ لوی درستیز یاسین ضیا په خپلو خبرو کې سرتیرو ته وویل چې تاسو پوځیانو په هر حالت کې له خپلې خاورې او ولس څخه دفاع وکړه او د ښمن ته مو وښودله چې پیاوړي یاست او هیڅ خنډ ستا سو د پرمختګ مانع نسي ګرځیدلی “نن د هلمند ولسونه ستاسو د قدمونو خاورې ښکلوي”

ښاغلي ضیا د هلمند ولسونوته ډاډ ورکړ چې د ۶۰۱ نمبر لارې سره سره به نوري ټولي هغه سیمې امن چې امنیتي ځواکونو ترې په تاکتیکي توګه شاتګ کړی

د هلمند والي جنرال محمد یاسین وویل چې وسلوالو طالبانو د کندهار هلمند ترمنځ د لارې سړک او پلچکونه له منځه وړي ولس زوروي خو تاسې يې د بیرته رغولو اقدام کوي او غواړي  ولس ته امن راولي تاسو اتلان یاست

د هلمند په جګړه کې د پا کستانیانو په ګډون وسلوالو طالبانو سره القاعده هم مرسته کړې

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.