The news is by your side.

په (۹) میلیونه نفوس لرونکي‌ ښار کې څه روان دي ؟‌

خبریال ویب پاڼه / د مینانو د یوځای کېدو ښار . هغه ښار چې د بریتانیا له ګوټ ګوټ نه به یې د جمعې او شنبې شپې میلو او تماشو ته ځوانان راتلل .

هغه ښار چې د نړۍ له ګوټ ګوټ‌ نه په راغلو سیلانیانو ښکلی وو.

هغه ښار چې د خپل (۹) میلیون نفوس سره سره سلګونه زره کسان د کار او روزګار لپاره ورته راتلل .

هغه ښار چې د نړۍ د ځواکمنو ،‌ کمزورو ، مالدارو او غریبو هیوادونو سیاستوالو یې په دیدن ځان تر نورو لوړ احساساوه .

هغه ښار چې د نړۍ له هره هیواده یې د زدکړو لپاره ، ‌ځوانان ،‌ زاړه او واړه زدکونکي ‌لرل .‌

هغه ښار چې د پیغلو ښکلا ،‌ د ځوانانو خندا او د اخلاقو نومونه بلل کېده .

هغه ښار چې د مذهبي آزادي‌ څلی ګڼل کېده .

هغه ښار چې د ګڼې ګوڼې او د ښکلاګانو ښآر بلل کېده.‌

هغه ښار چې د اروپا د اقتصاد پلازمېنه نومول شوی وو.

د مدني‌ آزادي ، انسانیت ، اخلاقو او کلتورونو په پلازمېنه مشهور ښار اوس هغه ښار نه دی .

دلته له بیروباره ډک سړکونه خالي دي ، هر لورته د یوه نامعلوم دښمن وېره ده ،‌داسي دښمن چې په سترګو نه ښکاري او داسي یوه نامعلومه وېره چې هر کس یې لري خو یو یې هم بل ته نه ښيي .‌

دلته اوس لاس ترغاړه د نړۍ له هره غمه بېخبره ځوانان او پیغلي نه ښکاري . له دې ښاره میلو ،‌ تماشو ، نڅاوو، سندرو ، خوښیو او خوشحالیو کډه کړې .

دلته اوس سیلانیان نشته ، دلته د (۹) میلیون نفوس نه (۹) کسان نه تر سترګ وکېږي ، کار او روزګار په ټپه ولاړ دی او ددغه ګڼ مېشته ښار هټۍ بندي دي .

دلته د مشهوره پلورنځیو دروازوته قلفونه لوېدلي‌ او د ښار پر دیوالونو اوس رڼاګانې نڅه نه کوي .‌

له دې ښاره اوس د بهرنیو سیاست والو د سیاست ټغر ټول شوی او د نړۍ نه راغلي ‌زدکونکي‌ په خپلو کورونو ،‌ او اطاقونو کې قرنټین دي .‌

دلته ښکلې پیغلي‌او خندانه څېرې نه ښکاري ، که یو نیم مجبور کس پر سړک ښکاره شي‌،مخ یې په تیمبوزک (ماسک) پټ او بل ته نه نېژدې کېږي .

اوس په دغه ښار کې مذهبي آزادي ‌نشته ، هغه آزادي‌ چې د هر مذهب پیروانو به د نړۍ د بل هر هیواد برخلاف دلته لرله .

دا اوس د اروپا د اقتصاد پلازمېنه نه ده ، دلته یوازي او یوازي د پټ دښمن سره د مقابلې لپاره پټې غونډي‌ کېږي .

دلته اوس یوازي‌ طبي ماهرین او ساینس پوهان د هیواد چلونکو سیاستوالو ته د پټ دښمن سره د مقابلې پر پلانونو غږېږي .‌

دلته پټ داسي‌ پټ دښمن چې په زره بین هم نه ښکاري د نړۍ د ځینو نورو برخو په څېر مینه ،سپورت ،تعلیم او تربیه،سیاست اقتصاد،ټولنیزي‌ اړیکې،روغتیا،نړۍ  مسافرت او سیاحت سره سره  مذهب ،‌خوښحالي ، راشه درشه ، کلتور او ټول انسانیت هرڅه داسي وېره ولي دي چې تر دې وړاندي یې ساری نه لیدل کېده .

په دې ښار کې د مرګ او ناروغي ‌له خطر سره سره د لوږې وېره خوره ده ، داسي یوه وېره چې د ښار له هري‌ برخي یې د انسانانو سره هممهاله خواړه هم ټول کړي‌او ددغه ګڼ مېشته ښار هټۍ تشي دي .

پر دغه ښار کرونا وایرس برید کړی ، هغه وایرس چې امریکا یې ریښه او منبه چین خو چین یې امریکا بولي‌.

د کرونا بلا پر دغه ښار هم خپل سیوری غوړلوی دی ، دلته مسلمانان ،‌عیسویان ، یهود او د هر مذهب پیروان له دغې پټې بلا نه د خلاصون دعا کوي‌. دلته ژوند په ټپه درېدلی .‌

دلته ټول وګړي‌ قرنټین دي‌ ،‌دلته اوس پر سړکونو یوازي ‌امبولانسونه تر سترګو کېږي‌ ،‌ دلته پبلیک ترانسپورت ډېر کم شوی او د اورګاډي د لسګونو زرو کسانو د وتو او ننوتو دروازې یا بندي‌ او یا هم تشي‌ توري‌ دي‌.

دا لندن دی ، دا دلويي بریتانیا پلازمېنه او د هغه ملت مرکز دی چې په پېړیو پېړیو پېړیو یې د نړۍ په لویه برخه واکمني ‌کړې .‌

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance