The news is by your side.

ناوه کې د افغان ځواکونو عملیات پیل سوي

خبریال ویبپاڼه/ هلمند ولایت څخه راپورنه وايي چې د لاس څخه د وتلو سیمو کې نیولو لپاره یې بیرته عملیات پیل کړي ترڅو هلته بیرته افغان ځواکونه میشت سي

له هلمنده راپورونه وايي چې افغان ځواکونه ناوې ولسوالۍ ته تللي او د نن سهار راهیسې  هلته د سیمې پاکولو عملیات پیل سوي خبریال ویبپاڼې ته د ځانګړو ځواکونو یوې سرچینې ویلي ډيرى سيمي مو د وسلوالو طالبانو د شتونه پاکي کړي او افغان ځواکونه د نوو پوستو په جوړولو بوخت دي، د مالوماتو له مخې چې  امنیتي ځواکونه د لویو لارو پر سر د ماینونو په پاکولو بوخت دي او ډیري ژر به ټولې لارې امن او د تګ راتګ زمینه به پرې برابره سي

هلمند کې د تیرو څو اونیو را په دې خوا تاوتریخوالی زیات سوی او داسې ګمان کیږي له طالبانو سره به په دې جګړو کې بهرنیو وسلوالو مرسته کړې وي ځکه څه موده وړاندې د هلمند والي ویلي وو، چې د هلمند جګړه کې له طالبانو سره القاعدې او بهرنیو ترهګرو مرسته کړې ده

دا ادعا وي په داسې حال کې کیږي چې وسلوال طالبان د قطر دفتر د هوکړې د پلي کولو او ازمویلو په وخت کې دي خو دوی خپل تعهدات مات کړي

امریکا د دریم ځل لپاره پر وسلوالو طالبانو هوايي بریدونه وکړل او ویې ویل کله چې طالبان د سولې د هوکړې څخه سرغړونه کوي نو به پرې بریدونه کوي تیره ورځ میدان ودرګ ولایت کې پر وسلوالو طالبانو هوايي بریدونه وکړل

د طالبانو وروستی تاوتریخوالی د سختو نیوکو سره مخ سو اوله دې ډلې څخه وغوښتل سول چې په افغانستان کې د جګړې کمولو لپاره لاس په کار سي طالبانو د هلمند ترڅنګ د افغانستان په نورو ولایتون کې پر افغان ځواکونو بریدونه کړي

د هلمند جګړ کې طالبانو د لوړو تلفاتو په درلودلو سره ماتې وخوړه

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.