The news is by your side.

د وردګو مڼې سږ کال ښه حاصلات لري

خبریال ویبپاڼه/ د میدان وردګو ولایت مڼې د افغانستان په کچه له غوره تولیداتو څخه شمېرل کیږي چې هرکال ورڅخه د دې سیمې خلک ښه ګټه اخلي او له دې لارې عایدات په لاس راوړي

سږکال د میدان وردګو ولایت د مڼو حاصلات ۱۲۰زره میټریکه ټنو ته رسیدلی او ښايي دا شمېره تر مخکې  لوړه وي له دې ولایت څخه تل د ۱۰۰ مټریکه ټنه څخه تر ۱۳۰ زره مټریکه ټنه د مڼې حاصلات تولیدوي د میدان وردګ ولایت یو کرنیز او سرسبزه ولایت دی

د کلونو په تيردو، د بي شميره هواي دهليزونو با وجود حکومت نه دي توانيدلي د میدان وردګو ولايت د مڼو د حاصلاتو لپاره د خرڅلاو سالم مارکيټ پيدا کړي،

زموږ د هر ولایت د دې غوره تولیداتو ترڅڼګ بیاهم میوو، او تولیداتو ته مارکیټ نلرو ترڅو کروندګر د خپلو خواریو ښه نتیجه واخلي او له دې برخې څخه ګټه ترلاسه کړي

کچیري افغان تولیدات اومیوې د افغانستان په نوم بهرنیو هېوادونو ته ولاړې سي نو لیري نه ده چې افغانستان به په دې برخه کې په نړیوال بازار کې خورا ښه نوم ولري ځکه کوم توکي او میوې چې له افغانستانه بهرنیو هېوادونو ته وړل سوې له ښه نوم څخه برخمنې سوې او افغانستان ته يې لوی نوم ورکړی

پوښتنه داده چې تش په نوم هوايي دهلیزونه ولې نتیجه نه ورکوي او د میدان وردګ د مڼو غوندي غوره میوو، ته ولې لاهم مارکیټ نسته ؟ افغان دولت ادعاکړې چې اوس مهال د بندرونو او هوايي دهلیزونو له لارې بهرنیو هېوادونو ته خپل توکي لیږي خو تراوسه د عامو افغانانو لپاره دې بندرونو او هوايي دهلیزونو هیڅ ګټه نه ده کړې او دا خلک غوښتنه لري ترڅو په سمه توګه يې تولیداتو  ته مارکیټ او بازار پیدا سي ترڅو په کلني ډول خپل عایدات په سمه توګه لاس ته راوړي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.