The news is by your side.

پیښور: یوه مدرسه کې چاودنې ۷۷ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې

خبریال ویبپاڼه/ له پیښوره راپورونه وايي چې په یوه دیني مدرسه کې کې چاودنه سوې چې اوه طالبان يې وژلي او شاوخوا ۷۰ کسه نور ټپیان سوي دي تراوسه داسې فکر کیږي چې ښايي د تلفاتو شمېر ډیره وي

دغه چاودنه د پیښور د زرګر اباد په سیمه کې یو دیني مدرسه کې رامنځ ته سوې او د امنیتي مسؤلینو په خبره ښايي چې وروسته د تلفاتو شمېره ډیره سي ځکه لاهم تراوسه دقیقه نه ده چې څومره کسان به خوږ سوي وي

چاودنه هغه مهال رامنځ ته سوې چې ټول زده کوونکي ټول سوي او په درس ویلو يې پیل کړی وو مسوولانو هم ویلي چې دغه چاودنه په ځایي وخت نهه بجې هغه مهال وسوه ،چې زدکوونکي د مدرسې په لوی تالار کې په درس بوخت وو.

ماللومات وایي چې دا چا ودیدونکي توکی د یوه بکس په وسیله مدرسې وړل سوي وو، تراوسه د دې چاودنې مسؤلیت چا په غاړه نه دی اخیستی

پاکستان د افغانستان جګړې لپاره طالباجنګیالي روزي وسلې ورکوي او بیا يې افغانستان لیږي نو لیري نه ده چې دا چاودنه به د مذهبي جګړې د پیل لپاره یو دام وي

پاکستان دولت په سیمه کې د ترهګرو ورانکارانو ځاله بلل کیږي دغه هېواد کې میشت ترهګر ان ټولنه نړۍ ګواښي د دې هېواد حکومت هلته د میشتو پښتنو او پلوڅانو حقونه تر پښو لاندې کړي ځکه نو د دولت پر ضد وخت ناوخته وسلواله مبارزه هم کوي پاکستان په نړیواله کچه د هغه لیستونو په سرکې دي چې نړۍ کې ورانکاره فعالیتونه ترسره کوي او په لوړه کچه ترهګر روزي

ښايي د پاکستان دغه چاره خپله دوی لوی سرخوږی جوړ کړي ځکه لیري نه ده چې دا هېواد به په خپل بل کړي اور کې وسوځي او د نړۍ له مخې به ورک سي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.