The news is by your side.

افغان سندرغاړې اریانا سعید کرونا سوې

خبریال ویبپاڼه/ نړۍ د کرونا ناروغي د دویمې څپې انتظار کوي او په دې هکله افغانستان کې هم اندېښنې موجودي دي ځکه د پخوا په پرتله په ورځني ډول سره یوځل بیا د کرونا مثبتې پیښې زیاتي سوې
د افغانستان مشهوره ښځینه سندرغاړي په کرونا اخته سوې او ویل کیږي چې ځان ګوښی قرنطین کړی تراوسه دا نه دي ویل سوي چې د هغې روغتیايي حالت څنګه دی
تر اوسه په ټوله نړۍ کې څه کم ۴۴ میلیونه انسانان په کرونا ناروغي مبتلا سوي چې له جملې څخه يې تراوسه تر ۱۱لکو زیات کسان وژلي دي او د دې ناروغي د مبتلایانو او وژل سویو شمېر هر ساعت مخ پر زیاتیدو دی تراوسه پوري د نړۍ هیڅ هېواد نه دی توانیدلی چې د کرونا ضد واکسین یاهم کوم درمل جوړکړي
په دې ناروغۍ د میلیونونو کسانو تر مبتلا کیدو وروسته د دې ناروغي د دویمې څپې راتلو اندېنښنې زیاتي کړي او داسې فکر کیږي چې د کرونا دویمه څپه به هم خطرناکه او زیات کسان به ووژني
افغانستان کې له کرونا سره لاهم خلک عادي او بې ویري ژوند کوي خو اټکل کیږي چې د ژمي په یخه هوا کې کچیري د دې ناروغۍ پروان ونه سي نو دا ناروغي به زیات ځاني زیان واړوي
په افغانستان کې تر قرنطین وروسته پوهنتونونه او ښوونځۍ پیل سوې خوتراوسه له زده کړه ییز ډګر داسې خطرناکه خبر نه دی ورکول سوی
دا چې په نړۍ کې په کرونان ناروغۍ ۴۴ میلیونه انسانان اخته دي تراوسه له دې جملې څخه تر ۳۲ میلیونه زیات انسانان جوړ سوي هم دي
د امریکا یوه شرکت تیره اونۍ اعلان وکړ چې د کویډ ۱۹ لپاره یې یو ډول درمل تاید کړي د دوی په وینا مخکې له دې چې دا درمل تائید سی څو ځله ازمویل سوي او پایلې يې مثبتې وې

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.