The news is by your side.

اس شي شنکر: د افغانستان هره پریکړه باید افغانان وکړي

خبریال ویبپاڼه/ د افغان سولې لپاره د سیمې هېوادونه خپل تلاش او هڅه کوي چې له دې جملې هند هېواد هم په دې هکله څرګندونې کړي د هند د بهرنیو چارو وزیر ویلي د افغانستان په هکله هر ډول پریکړه باید افغانان ونیسي

اس شي شنکر دا څرکندونې د خپل امریکايي سیال مایک پمپیو سره د لیدنې په ترڅ کې کړې دوی دواړو د افغانستان د سولې  او راتلوونکي لپاره اړین خبرې کړې

د افغانستان په اړه د مایک پمپيو او اس شي شنکر خبرې کړې دي چې د راتلونکي افغانستان په اړه باندې هر ډول پریکړه نیول کیږي باید د افغانانو له لوري ونیول سي دا لیدنه په نوي ډیلي کې تر سره سوې ده

د هند بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې د افغانستان په اړه باندې چې هر ډول پریکړه نیول کیږي باید افغانان یې په خپله د نورو د فشارونو نه پرته ونیسي

د هند د بهرینو چارو وزیر خپلې دا څرګندونې د بین لافغاني مذاکراتو د پیل  په درشل کې کړې ښايي د هغه منظور د افغانانو په مشرۍ او ترمنځ د سولې خبرې وې

د افغان دولت مرکه چي پلاوی څو موده وړاندې د قطر هېواد دوحې ښار ته تللی خولا هم طالبان اودولتي پلاوی  په دې نه دی توانیدلی چې اختلافاتي مسایل یوه لور او په رسمي ډول سره د سولې خبرې پیل کړي

عام افغانان د سولې وروستۍ موقع ته په تمه دي او غوښټنه لري چې ښکېل لوري دي د ملت غوښتنو او وړاندیزونو ته درناوی ولري خو د طالبانو له لوري وروستیو جګړو د ملت هیلې له منځه وړې او پر دوی يې زیات شکونه پیدا کړي ځکه د دوی دا جګړه له سختو غبرګونونو سره مخ سوې او غوښتنه ترې سوې چې په افغانستان کې دي مسلمان وژنه او جګړه و دروي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.