The news is by your side.

په تیرو ۹میاشتو کې ۵۹۳۹ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

خبریال ویبپاڼه/ په افغانستان کې د سړک غاړې ماینونو، ځانمرګو بریدونو،جګړې او هوايي بریدونو له امله هر کال زرګونه ملکي کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي او زرګونه نور ژوبل کیږي

د ۲۰۲۰ کال د تیرو ۹ میاشتو راپور یوځل بیا ښیي چې افغانستان کې زرګونو ملکیانو ژوند له لاسه ورکړی او  زرګونه نور ژوبل دي چې  ښايي دا شمېره د ۲۰۲۰ کال تر پای ته رسیدلو نوره هم لوړه سي

دا مرګ ژوبله تر ډیره  بریدوه طالبانو په خپلو بریدونوکې ملکیانو ته اړولې دا راپور ښيي چې ۴۵٪ سلنه په دې مرګ ژوبله کې طالبان پړه دي

د ملګرو ملتونو دا سازمان ویلي چې د ملکي مرګ ژوبلي داسلنه د تیر کال په پرتله ۳۰ فیصده ټیټه سوې او له بده مرغه چې د طالبانو له لوري د ملکي تلفاتو د کمیدلو په ژمنه کې تغیر نه دی راغلی

طالبانو په وروستیو بریدونو سره وښودله چې د قطر دفتر هوکړې ته ژمن نه دي او هر څنګه چې کیږي دوی د افغانانو وژنې ته دوام ورکوي ځکه دوی د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې بریدونه وکړل چې زیات شمېر ملکیانو ته یې مرګ ژوبله واړوله تیرو څو ورځو کې د غزني او میدان وردګو په ګډون د سړک غاړې ماینونو د لسګونه ملکیانو ژوند واخیست چې ښځې او ماشومان هم پکښي شامل وو

د یوناما دا سازمان وايي چې په دې مرګ ژوبله کې تر ۵۰۰ زیات ماشومان وو، چې خپل ژوند يې له لاسه ورکړی

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.