The news is by your side.

طالبانو د نورو کلونو غوندي سږ کال هم پرولس رحم نه دی کړی

خبریال ویبپاڼه/ په تیرو نهو میاشتو کې د طالبانو له لوري ولسي خلکو ته د مرګ ژوبلې په برخه کې طالبانو هیڅ دریغ نه دی کړی او څومره چې يې نورو کلونو کې وژل سږ کال يې هم وژلي

په تیرو۹ میاشتو کې  د طالبانو له لوري د ښخ سویو ماینونو، جګړه او ځانمرګه بریدونو له کبله زرګونو ملکي کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او زرګونه نور ژوبل سوي دي

افغانستان کې د یونما دفتر په تیرو ۹ میاشتو کې د ملکي تلفاتو په اړه راپور وړاندې کړی چې  تر نیمايي زیات پکښي طالبان ملکیانو ته په مرګ ژوبله کې پړه بلل سوي

په افغانستان کې د ملګرو سازمان مرستیالۍ دفتر ددې راپور په بنسټ په روان کال کې د ملکي کسانو تلفاتو کچه د تیر میلادي کال په پرتلې سره دیرش سلنه کموالی موندلی دی خو د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي ژمنو سره سره ددې ډلې له لوري تلفاتو کې کموالی نده راغلی.

په افغانستان کې د سړک غاړې ماینونو، ځانمرګو بریدونو،جګړې او هوايي بریدونو له امله هر کال زرګونه ملکي کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي او زرګونه نور ژوبل کیږي

یونما په خپل راپور کې ویلي چې د تیرو ۹ میاشتو را په دې خوا افغانستان کې ۲۰۱۷ کسان وژل سوي او ۳۸۲۲ کسه ژوبل سوي دي

دا له دوه زره او دولسم میلادي کال څخه وروسته بیا د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې ټیټه کچه ده. ددې تلفاتو اصلي لاملونه هم نښتې او چاودنې ویل شوي دي.

خو په دې راپور کې د طالبان پر ژمنتیا چې ملکي کسانو مرګ ژوبله کې به فکر کوي  شکونه موجود دي او داسې انګیرل کیږي چې وسلوال طالبان به په قصدي توګه له هوکړو سرغړونه کوي

د طالبانو له لوري په دې وروستیو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې درنې جګړې وسوې چې تر ډیره بریده یې زیان ملکیانو ته اوښتی

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.