The news is by your side.

هلمند کې په هوایي بریدونو کې ٣٧ طالبان وژل شوي

خبریال وېب پاڼه/ تېره شپه د هلمند نادعلې ولسوالۍ او بشران سیمه کې په هوایي بریدونو کې ٣٧ وسله وال طالبان وژل شوي.

دغه بریدونه د افغان هوایي ځواکونو له لوري د هلمند نادعلې ولسوالۍ، په سید اباد، نو اباد او چانجېر سیمو کې ترسره شوي چې ٢٥ تنه وسله وال طالبان په کې وژل شوي دي او دموټر بم لپاره چمتو شوی هاموي ټانک یې هم له منځه وړل شوی دی.

همدا راز هوایي ځواکونو د بشران سیمه کې بریدونه ترسره کړي چې ١٢ طالبان په کې وژل شوي دي.

بل لور بیا د هلمند ناوې او نادععې ولسوالیو کې وسله وال طالبان د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندېمات شوي او د یوه قومندان په ګډون یې ١٣ وسله وال وژل شوي دي.

د طالبانو دا قومندان چې د رحمت الله نومیږي د بیت الله شبکې پورې اړوند کس دی، په ناوې ولسوالۍ کې د افغان ګډو ځواکونو په اکمالاتي کاروان د برید په مخنیوي کې وژل شوی.

په دې بریدونو کې یو میل کلاشنکوف، یو میل پیکا او یو عراده فیلډر هم له منځه وړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ځانګړي امنیتي ځواکونه هم هلمند ته رسیدلي او پر هغو سیمو یې عملیات او بریدونه پیل کړي، چې د طالبانو په کنټرول کې دي او یو شمېر شمېرلویې لارې او سیمې یې هم نیولي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.