The news is by your side.

د هلمند هټیوال: د جګړې سره مو کاروبار په ټپه درېدلی

خبریال وېب پاڼه/ هلمند کې د وروستیو جګړو سره هټیوال هم شکایت کوي چې کاروبار یې په ټپه دریدلی.

یاد هټیوال وايي تېر ته په کتو مو د دوکاندارۍ څخه زړه مات شوی ځکه چې سودا او پیریدونکي مو کم شوي.

هټیوال زیاتوي چې زموږ ټول کاروبار د ولسواليو په خلکو جوړ وو چې هره ورځ به د بېلا بېلو ولسواليو څخه ولسونه راتلل او د اړتیا وړ توکي يې پیرل چې اوس د ټولو ولسواليو لارې تړلي او کاروبار مو دریدلی.

یاد هټیوال زیاتوي چې لښکرګاه ښار ته کومې کورنۍ د جګړې له ویرې راغلي ټولې يې په بد وضیعت کې دي او د هېڅ ډول توکو د رانیولو توان نه لري.

دوی وايې چې هم لارې بندې دي او هم مو هلمندي ولسونه غریب دي.

هغه کورنۍ چې د اطرافي سیمو څخه د جګړې له امله لښکرګاه ښار ته مهاجر راغلي ټولو خپلي
ې ځمکې پریښي او شنه فصلونه يې د جګړې د اور خوراک شوي.

هټیوال وايې د پیریدونکو غوښتنه ده چې د هر هټیوال څخه د پور اخستلو تمه وکړي خو دا چې هټیوال مو هم په دې ور ستیو کې د سخت اقتصادي وضعیت سره مخ دي نو د خپلو مشتریانو غوښتنه چې پور دی نه شي پوره کولای.

هټیوال زیاتوي زموږ دکانونه او کورونه په کرایه دي دا چې موږ څومره ګټه کوو ټول په کرایه کې راڅخه ځي، نو موږ هم چا ته پور نه شو ورکولای ځکه چې زموږ ګټه دومره نه وي لکه پیسي چې مو د خلکو سره بندې پاتې وي.

هېره دې نه وي چې هلمند کې اوس هم لښکرګاه ښار ته د جګړې له سیمي څخه راغلي کورنۍ د ښار پر څلور لارو تر اسمان لاندې په دې سړه هوا کې د ژوند شپې او ورځي تیروي.

وحیدلله عمرزاد هلمند

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.