طالبانو د ناوې ولسوالۍ ځواکونو ته د سیمې مشران استولي چې ورته تسلیم شي

خبریال وېب پاڼه/ هلمند ولایت کې د څو اوونیو را هیسې سخته جګړه روانه ده چې د لښکرګا پرته د ښار ټولي سیمي د وسله والو طالبانو تر واک لاندې دي.

نادعلې ولسوالۍ چې د هلمند ولایت څخه په څو کیلو مټرۍ کې پرته ولسوالۍ ده، شاو خوا ټولې سیمې يې د وسله والو طالبانو تر کنټرول لاندې دي او اکمالاتي لارې يې هم تړلي چې نه هوايي او نه ځمکني اکمالات ورته رسېدی شي، یواز د ولسوالۍ مرکز د افغان ځواکونو په واک کې دی.

د دې ولسوالۍ څخه یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط خبریال ویب پاڼې ته ويلي چې دا ولسوالې په هېڅ صورت سقوط نه کوي.

یادې سرچينې زیاته کړه موږ په دې ولسوالۍ کې پوره تجهزات لرو او امنیتي ځواکونه په پوره مرال ولاړ او دفاع کوي.

یادې سرچنې ویلي چې موږ ته څو ځلې وسله والو طالبانو د تسلیمۍ لپاره د سیمي سپین ږيري راستولي او غوښتنه يې کړې چي ټول تجهیزات او وسلې او موټرونه پریږدﺉ او تاسې د یادې ولسوالۍ څخه ووځﺉ چې موږ دا خبره نه ده ورسره منلې او نه به يې هم تر مرګه ورسره ومنو.

دوی وايي، چې تر څو مو یو څاڅکی وینه مو په بدن او یوه مرمۍ مو په سلاح کې وي نه به تسليم شو او نه به هم خپل وسایل دوی ته تسلیم کړو.

د سرچنې په خبره پر ناوې ولسوال هره شپه ډله ایزي بریدونه کیږي، چې د وسله والو طالبانو په مرګ ژوبله پای ته رسیږي.

سرچینه زیاتوي چې موږ خپل سنګر ساتلی او د خپلې ولسوالۍ څخه مو دفاع کړې او کوو به یې.

دوی د مرکزي دولت څخه غوښتنه کوي چې ژر تر ژره دې د یادې ولسوالۍ ټولو سیمو کې خپل عملیات پیل کړي او لارې دې خلاصي کړي، تر څو موږ ته هم دا زمینه برابره شي چې عملیاتو ته ادامه وکړو.

دوی وايي، زموږ پرسونل کم دی که نه د مرکزي دولت د امر پرته به مو ټوله ولسوالۍ کې عملیات پیل کړي وی.

دا چې د یاد ولسوالۍ محاصره به ماته شي یا به ولسوالۍ سقوط وکړي وخت به يې خپل په سړه ژبه را څرګند کړي.

وحیدالله عمرزاد هلمند

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More