The news is by your side.

کابل کې د ژمي په ورو ورو راتګ سره هوا بیا ککړه شوې

خبریال وېب پاڼه/ کابل کې د هوا په سړېدو او د ژمي په ورو ورو راتګ سره یو ځل بیا هوا ککړه شوې ده.

هر کال د ژمي په راتلو سره د کابل ښار هوا څو برابره ککړیږي او ان د ککړو ښارونو په لېست کې په سر کې ځای لري.

د هوا په ککړېدو سره کابل ښاریان له روغتیایي ننګونو سره مخ وي او نه شي کولی د خپلې درملنې لګښتونه پرې کړي، همدا راز د ژوند د چاپېریال ککړتیا د خلکو پر رواني حالت بده اغېزه لري، د هوا ککړتیا او د ژوند د چاپېریال ککړتیا د بېلا بېلو را پیدا کېدونکو ناروغیو له امله په زیاته کچه د ډېر عمر کسان مړه کیږي.

ور سره هم مهاله د هوا ککړتیا او د فضا د خړوالي له کبله ټرافیکي پېښې هم زیاتیږي او لا ډېرې نورې ستونزې زېږوي چې له جګړې وروسته د افغانانو د مړه کېدو یو لامل د هوا ککړتیا هم ده.

کابل کې تېر کال هم د نړۍ په کچه د ککړو هېوادونو په لېست کې په اول ځای وو او سږ کال بیا د سړو په را لګېدو سره د کابل ښار هوا ککړه شوې، چې ممکن په سخت ژمي کې دا ککړتیا نوره هم هم زیاته شي.

حکومت تر اوسه د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره څه نه دي ویلي او نه یې هم ورته د اقداماتو په نیولو خبر ورکړی، خو تېر کال یې د ککړتیا د کچې په ټیټولو کې له کابل ښاریانو مرسته غوښتې وه چې له سون توکو او هغه شیانو له سوځولو ډډه وکړي چې هوا ککړوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.