The news is by your side.

زلمي: تاوتریخوالي مایوسه کړی یم، تل دا موفع نه وي

خبریال ویبپاڼه/ د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په افغانستان کې وروستیو جګړو او بریدونو  ته په اشاره ویلي چې  له کړو ژمنو سره سره جګړه نه ده کمه سوې ځکه نو مایوسه یم

هغه وویل چې د مذاکراتو کړکۍ هر وخت نه وي خلاصې ځکه نو باید افغانستان کې د سولې لپاره باید کار وسي ښاغلي خلیلزاد ویلي چې افغانستان کې د تاوتریخوالی اوسنۍ زیاته کچه د منلو وړ نه ده

هغه پرخپل ټویټر پاڼه لیکلي د سیاسي جوړجاړي لپاره به کړکۍ د تل لپاره پرانیستې نه وي باید له له موقع څخه استفاده وسي خلیلزاد ویلي:

سرټمبګي او د دښمنۍ پرېښودل، له هېوادوالو سره د تعامل، او د سیاسي همکارۍ /سیالۍ پر یوې قاعدې د توافق ردول د روانې جګړې سټې جوړوي.

زلمی خلیلزاد وروسته له هغه دا څرګندونې وکړې چې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو درنې جګړې ترسره سوې او تراوسه لاهم په یو شمېر ولایتونو کې جګړې روانې دي

د دې جګړو په هکله یو شمېر غبرګونونه هم را وپارول طالبان وايي چې حق لري  د خپل اهدافو لاس ته راوړلو لپاره له هرې ممکنه لارې کار واخلي خو افغان حکومت بیا دا بریدونه اوجګړې وحشت بللی د امریکا په ګډون نورو هېوادونو د وروستیو جګړو د کمولو غوښټنه کړې

افغان سولې ته د رسیدلو لپاره باید بین لافغاني مذاکرات پیل سي خو تراوسه د طالبانو او دولت مرکه چي پلاوی رسمي ناسته نه ده سره کړې او د تماس ډلې يې په دې نه دي توانیدلې چې پر اختلافي مسایلو باندې یوې  هوکړې ته ورسیږي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.