دفاع وزارت: د هلمند یو شمېرې سیمې نیول سوې
خبریال ویبپاڼه/ د هلمند له جګړو وروسته د افغانستان د دفاع وزارت ادعا کړې چې د هلمند د نادعلي او ناوې ولسوالیو زیات شمېر سیمې له طالبانو بیرته نیولې
د دې وزارت یوې خبر پاڼې ویلي چې د هلمند یو شمېر سیمې د وسلوالو څخه بیرته نیول سوې او تمه لري، چې په هلمند کې د پیل سویو عملیاتو په نتیجه کې به په لښکرګاه او شاوخوا ساحو کې وضعیت عادي بڼه خپله کړي.
تراوسه پوري وسلوالو طالبانو په دې هکله څه نه دي ویلي
دوه اونۍ وړاندې وسلوالو طالبانو د هلمند مرکز لښکرګاه او یوی شمېر نورو ولسوالیو باندې بریدونه وکړل او له افغان ځواکونو څخه يې یو زیات شمېر سیمې ونیولې چې تراوسه لاهم افغان ځواکونه نه دي توانیدلي چې بیرته له لاسه وتلې سیمې ونیسي
د هلمند په دې درنو جګړو کې شاوخوا۴۰ زره کسان له خپلو کورنو بې ځایه سول د راپورونو له مخې د لښکرګاه ښار په لوکوڅو او واټونو ځینو خلکو د خپلو کورونو توکي ایښي او هلته تر شنه اسمان لاندې شپې او ورځې تیروي چې له زیاتو ستونزو سره لاس او ګریوان دي دوی وايي چې تراوسه ورسره هومره مرسته نه ده سوې چې د دوی د ستونزو بسنه وکړي هغوی وايي چې په هېواد کې دي جګړه و درول سي او د دوی ستونزې دي ورته حل
د بښنې نړیوال سازمان افغانستان کې د وروستیو جګړو له امله د بې ځایه سویو ملکیانو په هکله اندېښنه ښودلې او ویلي يې دي کچیري جګړه دوام پیداکړي نو یو بل ناورین به هم رامنځ ته سي
له یوې خوا سوړ ژمي د ځای نشتوالی او د خوراکي توکو کمښت هغه ستونزې دي چې د دې کورنیو ماشومان او ټولې کورنۍ ورسره لاس او ګریوان دي او باید د دې خلکو اړتیا وي ورته پوره سي
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.