The news is by your side.

کونړ: شپږ رغنیزې پروژې پيل او ګټې اخیستنې ته وسپارل سوې

خبریال ویبپاڼه/ کونړ کې د بیارغونې برخه کې د ۷۸ میلیونه افغانیو په ارزښت یو شمېر پروژې پیل او یو شمېر يې چې ښوونځۍ هم پکښي شاملې وې ګټې اخیستنې ته و سپارل سوې

مالومات وايي چې د کونړ په پېج دره کې د افغان دولت په لګښټ د ۷۸ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د دوو، پروژو په ګډون د ننګلام، لېسې شهید میرزا محمد دیني مدرسې او ډیګرام ښوونځۍ ودانې جوړې سوې او ګټې اخیستنې ته وسپارل سوې همداشان د لېچلام کانال د سربند احاطوي دیوال هم بشپړ سوی

د کونړ ولایت د پوهنې مرستیال عبدالقهار اخندزاده وايی چې په پیچ دره ولسوالۍ کې ۴۲ ښوونځۍ لري چې تراوسه يې ۱۷ ښوونځیو ته ودانۍ جوړ کړي چې نورې به هم په راتلوونکي کې د اقرا پروګرام له لوري جوړي سي

د کونړ د ولایتي شورا رئیس ولایت خان مشواڼي د یادې لېسې په ودانۍ د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ له حکومتي ادارو وغوښتل، چې د خلکو غوښتنو او اړتیاوو ته په پام په ټولو سکتورونو کې ټولګټې پروژې تطبیق کړي.

افغان دولت د اقرا پروګرام د افغانستان په زیات شمېر ولایتونو کې ښوونځیو ته ودانۍ جوړوي چې په ډیری ولسوالیو کې د نه کنټرول او کتنې له کبله د ډیری شمېرو پروژو کیفیت ډیر ټیټ او ښايي د ښوونځیو هغه ودانۍ په دیر کم وخت کې خرابي سی

د اقرا پروګرام  کارونه که څه هم ډیر عامه ګټه رسوي خو خلک غوښتنه لري چې د دې پروګرام کارونه دي په سمه توګه سره ترسره سي او که داسې بې کیفته پروژې ترسره سي نو د ځايي اوسیدونکو لپاره به هیڅ ګټه ونکړي

افغانستان کې په ټولو برخو کې فساد هغه څه دي چې اداري او رغیزکارونه يې ټکني کړي او خلک ترې رضایت نلري

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.