The news is by your side.

م م امنیت شورا:ترهګري نړۍ ته لوی ګواښ دی

خبریال ویبپاڼه/ د ملګرو ملتونو امنیت شورا په تازه غونډه د ترهګرۍ اړوند خپلې څرګندونې کړې او ویلي یې دي چې هر ډول ترهګري د نړیوالې سولې او امنیت  لپاره تر ټولو  جدي ګواښ دی

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا سازمان په ګډې اعلامیه کې جګړه او تاوتریخوالی په ځانګړې توګه کابل کې د کوثر دانش پر ښوونیز مرکز وروستی برید هم په کلکه غندلی او دغه راز یې په لوی لاس د ماشومانو او  ښوونیزو مرکزونو موخه ګرځول یوه نه بخښوونکی عمل بللی دی.

د امنیت شورا غړو ویلي دي چې د دغه څیر بریدونو پلانونکي، پانګوال او مالي ملاټري باید د عدالت پر وړاندې ځواب ویونکي ووسي.

ملګري ملتونه دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې افغانستان کې د سولې کولو لپاره هڅې روانې دي او داسې هیلې سته کچیري سوله راسي نور به بم چاودنې او ځانمرګي بریدونه نه وي

وروستیو جګړو عام افغانان خورا ناهیلي کړي او داسې فکر کیږي چې جګړه به لاهم افغانستان کې دوام وکړي د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي له تاوتریخوالي مایوسه سوی.

زلمي: تاوتریخوالي مایوسه کړی یم، تل دا موفع نه وي

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په افغانستان کې وروستیو جګړو او بریدونو  ته په اشاره ویلي چې  له کړو ژمنو سره سره جګړه نه ده کمه سوې ځکه نو مایوسه یم

هغه وویل چې د مذاکراتو کړکۍ هر وخت نه وي خلاصې ځکه نو باید افغانستان کې د سولې لپاره باید کار وسي ښاغلي خلیلزاد ویلي چې افغانستان کې د تاوتریخوالی اوسنۍ زیاته کچه د منلو وړ نه ده

هغه پرخپل ټویټر پاڼه لیکلي د سیاسي جوړجاړي لپاره به کړکۍ د تل لپاره پرانیستې نه وي باید له له موقع څخه استفاده وسي خلیلزاد ویلي:

سرټمبګي او د دښمنۍ پرېښودل، له هېوادوالو سره د تعامل، او د سیاسي همکارۍ /سیالۍ پر یوې قاعدې د توافق ردول د روانې جګړې سټې جوړوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.