The news is by your side.

افغانستان کې د کرونا دویمه څپه او خطرونه يې

روغتیا پالان وايي چې کرونا ناروغي تر ګرمې هوا یخ کې خطرناکه وي افغانستان کې د وروستیو ورځو په ترڅ کې په کرونا ناروغۍ د مبتلا کسانو شمېر یوځل بیا زیات سوی چې زیاتي اندېښنې را پیدا کړې

کابل کې د افغان چاپان روغتون مسؤلین وايي که چیري خلک روغتیايي وړاندیزونه ونه مني نو د کرونا دویمه څپه هم وبا کیدلای سي هغوی له هېوادوالو غواړي چې د روغتیا پالو وړاندیزونه دي و مني

داسې اندېښنې دي چې د یخ موسم په راتګ سره ښايي ورځ تر بلې د کرونا د مثبتو پیښو ګراف نور هم لوړ سي د افغانستان نیمګړي روغتیايي خدمات د خلکو، بې پروا يي او د سخت ژمي راتلل باید اندېښنه و اوسي روغتیا پالان وايي چې د کرونا ناروغي په وړاندې بې تپاوته پاتي کیدل ښايي لویه وبا و زېږوي

په نړۍ او اروپايي هېوادونو کې هم د کرونا ناروغي د مبتلایانو شمېر ورځ تر بلې زیاتیږي او د مالوماتو له مخې دا شمېره د پخوا په پرتله ۴۰ سلنه زیاته سوې ده

د کرونا ناروغي تازه حال

په ټوله نړۍ کې دا مهال ۴۴،۲۵۲،۲۷۹ میلیونه کسان پرې ککړ سوي

په ټوله نړۍ کې يې تر دا مهال ۱،۱۰۱،۴۷۹ میلیونه کسان وژلي

او په ټوله نړۍ کې تراوسه ۳۲،۴۴۷،۴۱۷ کسان بیرته ترې روغ سوي

د نړۍ په کچه امریکا هغه هېواد دی چې په کرونا د ککړو کسانو شمېر په کښي زیات دی او همداشان په دې هېواد کې تر ټولو زیات مړینه هم ثبت سوې ده افغانستان کې تر دا مهاله ۴۱۰۳۲کسان په کرونا مبتلا سوي چې یو شمېر یې وژلي هم دی

افغانستان کې د کرونا ناروغي د کابو کولو او روغتیايي خدماتو د پلې کولو په برخه کې خورا زیاتي ستونزې شتون لري

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.