افغانستان او پاکستان ګمرکي هوکړه لاسلیک کړه
خبریال ویبپاڼه/ تر دې وړاندې داسې راپورونه ورکول سول چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سودا ګري کې د پام وړ کمبود راغلی چې اصلي لامل يې کرونا او څه نور دلیلونه وړاندې سوي وو، اوس تازه دې دواړه هېوادونو د متقابل ګمرکي همکاریو تړون لاسلیک کړی
اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستان په دوه اړخیزه سوداګري ټرانزیټ د ۲۱ موضوعاتو له جملې څخه پر ۱۶ مواردو بحث وسو او ورته حل لارې پیدا سوې چې له مخې يې یاده هوکړه لاسلیک سوه
دا هوکړه په داسې حال کې ترسره کیږي چې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر له خپل پاکستاني سیال شامحمود قریشي سره په ټلیفوني خبرو کې د ټرانزیټ، سوداګرۍ او سولې تړا بحث کړی
افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ برخه کې دا هوکړه په داسې حال کې کوي چې اوس افغانستان د پاکستان په پرتله له ایران او نورو هېوادونو سره هم د ټرانزیټ برخه کې ښې اړیکي لري
افغانستان منځنۍ اسیا ته دوه نیم زره لارۍ ټرانزیټ کړی
مخکې چې به د افغانستان او پاکستان اړیکي خرابې یا به پاکستان خفه سو او یا به هم د پاکستان لارې وتړل سوې نو افغانستان کې به خوراکي او غیري خوراکي توکي زیات قیمته سول اوس افغانستان د پاکستان په ګډون له نورو هېوادونو سره ټرانزیټي لارې لري او په دې وروستیو کې يې له ایران سره د ټرانزیټي توکو کچه کې زیاتوالی راغلی
راپورونه وايي چې د سږکال په لومړیو شپږو میاشتو کې دوه نیم زره لاریو خپل سوداګریز توکي د ایران له لارې منځنۍ اسیا ته ټرانزیټ کړی چې دا یوه لوړه شمېره په ګوته کوي
د افغانستان او ایران ترمنځ د ترانزیتي توکو کچې زیاتوالی موندلی دی.ایراني چارواکي وایي چې د سږکال په لومړیو شپږو میاشتو کې،څه باندې دوه نیم زره لاریو،سوداګریز توکې د افغانستان له لارې منځنۍ آسیا ته ترانزیت کړي چې د تیر کال ورته مودې په پرتلې سره،اولس سلنه زیاتوالی ښیي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.