The news is by your side.

د نفوس احوال ثبتونې قانون د تعدیل طرحه تصویب سوه

خبریال ویبپاڼه/ د برېښنايي پيژند پاڼو د پروسې د ورکړې وروسته دولت اعلان وکړچې دولتي کارکوونکو ته به د برېښنايي پیژندپاڼو د شتون پرته معاشونه نه ورکوي خو اوس ولسي جرګې د نفوسو ثبتونې د قانون د تعدیل طرحه د رایو په غوڅ اکثریت تائید او تصویب کړه

په دې طرحه کې لیکل سوي چې د دولتي کار کوونکو، متقاعدینو، معلولینو او د شهیدانو د کورنیو معاشونه او حقوق د پخوانۍ کاغذي تذکرې له مخې ورکړل سي.

د دې طرحې دویمه برخه کې همدا شان ویل سوي چې په برښنایي پیژندپاڼو کې به نوم، د پلار نوم، د نیکه نوم، د زیږیدلو ځای، د زیږیدلو نیټه، اصلي او اوسني د اوسیدو ځایونه ولیکل سي.

د برېښنايي پیژند پاڼو او د افغان او قوم  پر لیکل کیدلو او نه لیکل کیدلو خورا ډیري ناندرې راپورته سوې خو په وروستیو کې دغه پيژند پاڼي د ټولو ولایتو په کچه ورکړل سوې او دپیل لړۍ لپار يې هر ولایت کې دفتر پرانستل سو

افغان دولت وویل چې د برېښنايي پېژند پاڼي د نشت له کبله هیڅ دولتي کارکوونکي ته میاشتنۍ تنخوا نه ورکوي خو د ولسي جرګې د نفوسو د ثبتونې د قانون تعدیل تر تصویب وروسته به اوس ټولو دولتي کار کوونکو ته میاشتنۍ تنخوا، د تقاعد په ګډون ټول حقوق د قاغذي پيژند پاڼي له مخې ورکړل سي

د پرېښنايي پيژند پاڼو د ورکړې لړۍ نژدې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې روانه ده افغان ولسمشر په وروستي اقدام برېښنايي پيژندپاڼو کې د مور د نوم لیکلو اړوند فرمان هم صادر کړ چې پیژند پاڼو کې به له دې وروسته د مور نوم هم لیکل کیږي

د دولت دې  اقدام هم له ځان سره یو لړ غبرګونونه له ځان سره لرل د پیژند پاڼي پر مخ د مور نوم لیکل اختیاري دی

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.