The news is by your side.

صالح: د ۳۰ موټرونو غله نیول سوی

خبریال ویبپاڼه/ وروسته له هغه چې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ته د کابل امنیت چارې وسپارل سوې نوموړی له بیلابیلو تاکتیکونو کار اخلي او په دې لوی ښار کې د جنایتونو مخه نیسي

د ولسمشر لومړي  مرستیال امرالله صالح ویلي هغه کس یې نیولی چې د کابل ښاریانو څخه يې ۳۰ عرادې موټرونه غلا کړي ول ښاغلي صاحل د اڅرګندونې پر فسبوک پاڼه لیکلي، چې دې کسانو په دې وروستیو کې د کابل ښار له بیلا بیلو سیمو څخه ۳۰ موټرونه غلا کړي وو او له ښار څخه د باندې یې د موټرو پلورنځیو ته انتقال کړي وو.

امرالله صالح ویلي د جنایتونو د کچې ټیټولو لپاره خپلې هڅې جاري ساتي تر څو کابل ښاریان هوسا کړي

څو ورځې وړاندې کابل او پروان کې د ښاغلي صالح په امر د موټرونو پلورنځي محاصره سوي وو، د صالح په خبره  د کابل او پروان ولایت قره باغ ولسوالۍ کې د موټرو پلورنځي کې ډیری موټرې هماغه دي، چې له کابل څخه غلا شوي او هلته د رنګ بدلون سره پلورل کیږي.

ښاغلي صالح په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي چې یو ګډ کاري ځواک به ډیر ژر له کابل بهر د موټرو پلورنځي محاصره کړي او د غلا سويو موټرو راپورونو ماته راکړل سوي چې دلته د غلا سویو موټرونو رنګونه تبدلیږي او له هغې وروسته خرڅلاو ته وړاندې کیږي.

د ولسمشر لومړی مرستیال همدا ډول: د ویجاړې سویو ودانیو مالکینو ته وخت ورکول کیږي، چې ساحه له آشغالو څخه پاکه کړي؛ که نه نو د دوی اوسپنې او نور مواد وړل کیږي، د وړلو پېسې به یې د دغه مواد له لیلام څخه لاس ته راوړو. هغه کسان چې فکر کوي، چې دا فعالیتونه د څو ورځو له پاره وو؛ باید بیا فکر وکړي.

هغه دا هم وویل: چې د بې اسنادو موټرو تګ راتګ ۹۰ سلنه کم سوی؛ مګر دا کافي ندی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.